لغمان:د نوو ښوونکو داستخدام په موخه ازاده سيالي ترسره شوه

د لراوبر اداره | جون 9th, 2009


 

د لغمان ولايت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د سه شنبی په ورځ  دروان کال دغبرگولی دمياشتی په 19 نيټه د لغمان ولايت دپوهنی

ریاست په تالارکی 50 تنو ددولسمو ټولګيوفارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دلغمان ولایت په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت  روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى 
 
 

Copyright Larawbar 2007-2024