کور / نثر / سعدی او د هغه دطنزیه توکو ځانګړتیا

سعدی او د هغه دطنزیه توکو ځانګړتیا


۳

سعدي هغه حاجي ته  چې په پښو يې دښتې او غرونه تر شا پرې ایښي او په سختو مزلونو يې ځان کعبې شریفي ته رسولی ، حج يي کړی   او دحاجی نوم يې ګتلی وایي:
 ولې  کور او کلی ته د راتګ وروسته  لا بد سړی  کیږې؟ هغه ته  وایي  په شطرنج کې چې  پياده چې د عاج جوړ شوی دی چې د وزیر خانی ته ځان ورسوی وزیر کیږی
او ولې  پياده حاجیان چې د کعبې شریفي خانې ته ورسیږی د ښه سړی پر ځای بدشي
از من بگوى حاجى مردم گزاى را
 كو پوستين خلق به آزار مى درد
حاجى تو نيستى،شتراست، ازبراى آنك
 بيچاره خار مى خورد و بار مى برد


زما لخوا و وایه  مردم ازاره حاجی ته
چي د خلکو پوستین څیرې په ازار
حاجی ته نه  یې، هغه اوښ دی ځکه
خوار ځوز خوري  او وړي بار
***


سعدی په طنز وایي:
یو پوه خپل زوی ته ویل : يا بُنى، إِنَّكَ مَسؤولٌ يَوْمَ القيامةِ ماذا اكتسبْتَ وَلا يُقال بِمَنْ انتسبْتَ;  یانی  په قیامت کې به ستا څخه وپوښتي، چې عمل دي څه دی  نه وایې پلار دی څوک دی!
جامه كعبه را كه مى بوسند
او نه از كرم پيله نامى شد
با عزيزى نشست روزى چند
لاجرم همچنو گرامى شد


د کعبی د خونې پوښ چې مچوی
نه دا  چی جوړه ده   د وریښم
د بزرګ سره کیناست څو و رځي
اخیر لکه هغه  شومحترم
***
سعدی د نیرنګ او تیرایستلو به اړه وايي
هغه د احرام او د کعبې پوښ او دحج مفهوم  د کنایي په ډول د طنز د پنځولو لپاره داسې کاروی


پارسا بين كه خرقه در بر كرد
جامه كعبه را جُل خر كرد


 پارسا ګوره چې چپنه  يې واغوستل
د کعبی پوښ يې کړ د خره ځل



 هغه مخ  دكعبه له  لار ې څخه  اړول  چې کنایه  ریاکاری ته ده داسې کاروی


 

ترسم نرسى به كعبه اى اعرابى
كاين ره كه تو مى روى به تركستان است
ویریږم ونه رسې کعبې ته اې اعرابي
په دې لار چې ته رهي يي ځي ترکستان ته
 سعدی شا کعبې ته کولو کنایه  د خلکو تیرایستلو او ختاایستلو په مانا کاروي
.
آن كه چون پسته ديدمش همه مغز
 پوست بر پوست بود، همچو پياز
پارسايان روى در مخلوق
 پشت بر قبله مى كنند نماز


 

هغه چې مې  لکه پسته ولید ټوله مغز
پوتکی پر پوتکی وو لکه پياز
دینپالو  مخ خلکو ته
شا قبلې ته کوی نماز


 

د سعدی د شعر د دیوان یو کوشنی برخه خبیثات او مجالس الهزل جوړوي، چې دې برخې ته د سعدي هزلیات هم  وایي هغه وایی :«الهزل فی الکلام، کالملح فی الطعام» هزل په کلام کې  لکه مالګه په طعام کې  ده
دا برخه يي  درې  برخې لري  چې په لومړۍ برخه  يې یو شمیر  قطعات  او  دوه  نظمی حکایتونه  لري
دویمه برخه يي نثر دی چې« المجالس فی الهزل و المطایبات »نومیږی  چې درې وعظ ته  ورته مجلسونه لري چې د طنز او هزل په ډول دی
او درېیمه برخه يې« المضحکات »یا لطیفې دي چې په په خواږه  نثر لیکل شوی دی
 د سعدي  د هزلیاتو  په  لومړی او دویمي برخې کې لوڅ او لغړ وییونه کارول شوی د ی چې په دې برخې کې   يې عبیدزاکانی تر اغیزې لاندې راغلی دی
دالمضحکات یوه لطیفه داسي ده:
بزرگى ديدم اندر كوهسارى
قناعت كرده از دنيا به غارى
یو بزرګ می ولید په یوه غره
سکاسه يی کړې له دنیا  په یوه سوړه
چرا گفتم: به شهر اندر نيايى
كه بارى، بندى از دل برگشايى
بگفت: آنجا پري رويان نغزند
چو گِل بسيار شد پيلان بلغزند
ولی می ویل: ښار ته رانشې
د زړه بند دی خلاص کړه که راغلې
ویل یي : هلته  ښه پي مخي  اوسیږي
چې خټې شي  ډیر  پیلان ښویږي
دسعدي هزلیات



امردی کو را پلاسی در بر است
خوش‌ترست از دختری در چادری
 دختران را زر و زیور حاجت است
 تا برانگیزند مهر شوهری


کرباس اغوستی بې ږیرې ښه دي
تر  هغې جنۍ  چې کړې یې  وي چادري
جینۍ زر او زیور ته  لري اړتیا
چې د میړه مینه راوپاروي


 

این عصا کاندر میان (…..) توست
 بشکند گر آهنین باشد دری


دا لکړه چی ستا د … منځ کی ده
ماته به کړی که ور  يې وی  له اوسپنې


گفتم که بیا پیش من ای حور نژاد
گفتاا که بیار تا چه ام خواهی داد
گفتم که دعا کند به تو مادر من
گفتا به دعای مادرم خواهی گاد؟
ورته ومی ویل راشه ای حوری
 ویل يې چې درشم څه راکوې
ویل می  تاته به زما مور وکړی دعا
ویل يي  د مور په دعا می  غیې


دوش گفتم زعشق توبه کنم
که گه رفتن از جهان آمد
توبه کردم از ین سخن که مرا
یاد آن یار دلستان آمد
بر زبان نام (…..) او بردم
(……) را اب بر دهان آمد
پرون می وویل د مینه توبه کوم
چې کله  وخت د تللو د جهان راشی
توبه می وکړه ددی خبرې چې  ماته
یاد د هغې دلستان راشی
په ژبه مې  نوم د….  واخیست
د …. خولې مې  اوبه وکړی



آمد به نماز آن صنم کافرکیش
ببرید نماز مومنان و درویش
می گفت امام مستمند دل ریش
ایکاش من از پس بودی، وی از پیش
دوست می دارم که بر (…..) اش برم
نازنین ترعضوی از اعصای من


راغلی کافر مذهبه صنم لمانځه ته
خراب يي کړ لمونځ د مومینانو او درویش
ویل يې غمجن او زړه خوړین  امام
کاش زه تر شا وای هغه  تر ما پیش
خوښه می ده ور وړم دهغه … ته
تر ټولو نازنین  غړی د خپل بد ن


جامع هفت چیز دریک زور
نه عجب گربمیردآن دابه
سیربریان وجوزوماهی وماست
تخم مرغ وجماع وگرمابه


که ټول  شی دا اووه شیان یو ه ورځ
عجب نه دی که مړ شی هغه دابه (ځناور)
سره کړې هوږه جوز او کب او مستې
 د چرګې هګۍ  جماغ او ګرمابه ( حمام)


هرچه مرشد تو بینی اندر دهر
جمله از (…..) شوند شهره ی شهر
هرکه (…..) بیشتر بدادندی
نام مرشد براو نهادندی


هر څه مرشیدان چی وینې په دهر
 ټوله  له (…) شوی دی مشهور د شهر
هر چا چی ډیره ورکړه (…)
د مرشید نوم ایښول شو  ي په  هغه



آن دوشاخ گاو اگر خر داشتی
آدمی را پيش خود نگذاشتی
د غوا هغه دو ښکره که خره لرله
د انسان پسې به يې ځغستله


گربه مسکين اگر پر داشتی
تخم گنجشک از جهان برداشتي


خواری  پشو که لرلای وزر
د چوغو تخم به يې ورکړی وای د دهر


لمنلیکونه
۱-ویکی‌پدیا، دانشنامه آزاد
۲-گلستان سعدي – باب عشق و جواني
 سعدی در هزلیات Aqueeerdiaries۳-
۴-کتابخانه الکترونيکی دوات
۵-هزلیات سعدی
Daneshju.ir-6
Balashahr.com-7
Soolakhi.blogspot.com-8
Zamaaneh.cim-9
Forough.net-10