کور / تازه خبرونه / پېښورچاودنه:۱۵مړه،۶۰ژوبل،کراچۍ ښار کې سخت امنیتي تدابیر

پېښورچاودنه:۱۵مړه،۶۰ژوبل،کراچۍ ښار کې سخت امنیتي تدابیر

د پېښور په چاودنه کې د مړو شمیر ۱۵ ته ورسیدو او د ټپيانو شمېر تر ۶۰ زیات دی ـ په مړو او ټپیانو کې د بهرنیان هم شامل دي ـ د ملل متحد د کډوالو د چارو یو روسي چارواکې الیګزینډرجوزف په شمول درې بهرنیان ددې پېښې ښکار شوي دي ـ د پولیسو چارواکي وایي چې په چاودنه کې ۵۰۰کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي دي او دا پېښه د اسلام اباد به مېرټ هوټل شوې حملې ته ورته وه ـ

په رسنیو کې د پېښور د چاودنې تر خبر خپریدو سمدست روسته د کراچۍ ښار د پولیسو مشر صلاح الدین بابرخټک پولیسو امر وکړو چې د ښار په هوټلونو،د ګڼې ګوڼې په ځایونو،څلورلارو،اولسي ځایونو او د اهمو خلقو د امنیت دپاره د پولیسو قطعې زیاتې کړي ـ ښار ته د راننوتکو لارو کې هم د پولیسو له لوري سخته تلاشي روانه ده ـ