کور / تازه خبرونه / ځانګړی راپور:د پېښور چاودنه د ترهګرو د نوي تاکتیک بیلګه ده

ځانګړی راپور:د پېښور چاودنه د ترهګرو د نوي تاکتیک بیلګه ده

د پښتونخوا په سوات سېمه کې د پاکستاني فوځ د عملیاتو په ترڅ کې که یو لور د دیرشو لکو زیات خلق بې شول نو بل لور ته د ترهګرو د خپلو ځانمرګو بریدونو په تاکتیک او څرنګوالي کې هم توپیر راوستو یا په بل عبارت ترهګرو خپلو بریدونو ته نوی توب وربخښه  او هغه دا چې پاکستان هیواد کې د تېرې یوې میاشت راهسې ترسره شوي ځانمرګي بریدونو د مخه لمړې ترهګر د خودکارو وسلو په واسطه په ساتونکو ډزې کوي او د خپل ټارګټ ته د رسیدو وروسته بیا ځانمرګې حمله کوي ـ د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور کې او اسلام اباد کې د ددغه ډول بریدونو ترسره کولو روسته ترهګرو په پېښور کې هم دغه ډول حمله ترسره کړه ـ دغه ډول حملې که یو خوا په لویه پیمانه مرګ ژوبله رامینځته کوي نو بل لور ته د پاکستان  د امنیتي اورګانونو شتون او کردار د پوښتنې سره مخ کوي او هر ذي شعور دې سوچ ته اړ کیږي چې د دومره امنتي تدابیرو سره سره بیا هم څنګه ترهګر په بریالیتوب سره خپل هدف ته ځان رسوي او امنیتي ادارې د هغې په مخنیوي کې پاتې راځي ـ د ځینو خبرونو د مخه د پاکستان سیاسي مشران د یوې مودې راهسې په دې خبره ګوته په خله دي چې اخر داسې ولې کیږي  ،هغوي په دې اړه د امنیتي اورګانونو د لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې کړي دي خو تراوسه یې څه خونده نه ده کړې ـ