کور / تازه خبرونه / درنې چاودنې د پېښور ښار ولړزاوه،۵مړه په لسګونو ټپیان

درنې چاودنې د پېښور ښار ولړزاوه،۵مړه په لسګونو ټپیان

د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور په یو هوټل کې درنه چاودنه  وشوه چې د لومړنیو خبرونه ترمخه پېښه کې پنځه کسان مړه اوشل نور ژوبل شوي دي ـ د چاودنې نه مخکې وسله ترهګرو ډزې وکړې او بیا یې شهزور ګاډۍ خېبر سرک باندې واقع  پېرل کانینټل  هوټل سره نزدې دبیکرۍ پردوکان  والوزاوه ـ د چاودنې په نتیجه کې د فايیو سټار هوټل ډېره برخه نړیدلې ده ،ګمان کیږي چې د مړو او زخمیانو شمیر کې به زیاتوالی راشي ـ د یو بل خبر دمخې په هوټل کې ناست یو ایالتي وزیر او یو سناتور هم ټپیان شوي دي ـ چاودنه دومره زوره وره وه چې  ترلېرې لېرې  د ودانیو شیشې ماتې شوي دي ، اوس مهال د پېښې په ځایې کې لوګې خور دې او د بریښنا د قطع کیدو له امله مرستندویان د ستونزو ښکار دي