کور / تازه خبرونه / د ګوانتانامو په زندان کې ٦٨ کلن افغان وفات شوى

د ګوانتانامو په زندان کې ٦٨ کلن افغان وفات شوى

 


 


 


داسوشييټډ پرس خبرې رسنې دخبرله مخې دغه ٦٨ کلن افغان عبدالرزاق نومېږې چې په دې و روستيو ورځوکې دګوانتاناموپه زندان کې دامريکايانوپه ويناد سرطان د ناروغۍ له امله خپل ژوندله لاسه ورکړې دي



.دغه خبرې  رسنۍ دامريکا د پوځ ديوې اعلامې له مخې وايي عبدالرزاق د2007  اکتوبر دمياشتې راپديخوا د ګوانتاناموپه زندان کې دداکتړانو تردرملنې لاندې و ، ويل کيږې هغه د لومړې ځل لپاره دسپتمبر په مياشت کې داکترانوته د خپلو بطنې دردونو له امله شکايت کړی و چې دهغې وروسته يې په دغه زندان کې ډاکترانودرملنه پيل کړه.


 


درپوټونوله مخې عبدالرزاق په ٢٠٠٣ کال کې د طالبانو سره داړيکوپه تورپه افغانستان کې دنیول کيدلو وروسته دګوانتانامو زندان ته ليږل شوې وو اودمرګ تردمه په هلته  ساتل کيده.په دغه رپوټ کې په افغانستان کې دهغه دځای ځايګي په اړه مالومات نه دې ورکړل شوي، لدې وړاندې هم امريکايانو په ګوانتنامو زندان کې ديو شميرافغانانو او د نورو هيوادو نو داتباعاتو د ناڅاپي او طبعي مرګ راپورونه ورکړى وو چې ورسته معلومه شوې چې هغوى د شکنجو او ذهني تکاليفوله وجې په حق رسيدلي وو .