کور / شعر / توره د خوشحال

توره د خوشحال

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)


   ویښ شه زر له خوبه ولی پروت یی بی مجال


    ځما  وروره  پښتونه  غلو  ویوړل  درنه  شال


    څرک ستا ورور دی لری غلو سره  لوی لاس


    دجوال خولی نیولی ورته چور کړل بیت المال


    معدن  نه  زمرد ،  لاجورد   باسی  هره  ورځ


    کانونه  دی  تشیږی   له   ډبرو   کال    په  کال


    پردو لیونیان نه دی چی  آ باد کړی   ستا  وطن


    ټول لومی درته ایښی چی ګیر دی کړی په چال


    په بل کالی راغلی ستا  د پلار غټ دښمن


    ستا  ورورور ته نا څی په ښه سور  او په  تال


    لاس یو   کړه   وطنوالو   سره   مکوه   غفلت


    ورمیږ د غلیم پریکړه واخله توره د خوشحال


    د مل  ترخی   خبری   واوره  ډیر   په  دقت


    وطن دی که خوندی ځان خلاص کړه له جنجال


                            ****


                     جرمنی   ۲-۱-۲۰۰۸