کور / تازه خبرونه / يوسف رضا ګيلاني: د بلوڅانو شکايتونو ته به خاتمه ورکړم

يوسف رضا ګيلاني: د بلوڅانو شکايتونو ته به خاتمه ورکړم

د پاکستان صدارعظم وايي د بلوچستان د شخړي له منځه وړلو ته ژمن دئ او په دې لاره کي يې جدي هڅي پيل کړي دي.

صدراعظم رضا ګيلاني د چارشنبې په ورځ د بلوچستان د ايالتي چارواکو سره تر ليدني وروسته په کوټه کي خبريالانو ته وويل: (( د ناراضه بلوڅانو ورڼو ګيلو او شکايتونو ته به خاتمه ورکوم، او په دې باب مي د بلوچستان د ټولو سياسي ګوندونو سره جدي خبري شروع کړي دي، د بلوچستان د پرمختګ او محرومو بلوڅانو ته د خوشحالۍ په راوستلو کي هر راز مرستو ته تيار يم)).

ګيلاني وويل د بلوچستان ټول سياسي ګوندونه د دې شخړي له منځه وړلو ته ژمن دي او پيپلز ګوند غواړي د دې شخړي د له منځه وړلو په خاطر د ټولو ګوندونو يو کنفرانس راوغواړي.

د بلوڅ ملتپالو يوه مشر په کوټه کي وويل د پاکستان صدراعظم له يوې خوا د بلوڅانو د ستونزو له منځه وړلو ته ژمنه تازه کوي، خو له بلي خوا يې اوس هم د ډېره بګټي په ګډون ځينو سيمو کي پوځي عمليات روان کړي او د آزادۍ غوښتونکو بلوڅانو په ځپلو بوخت دئ.

بلي خواته د بلوڅان د آزادۍ غوښتونکي تحريک مشر براهمدغ بګټي ويلي چي له پاکستان سره يې نور ټولي اړيکي شکېدلي دي او دوى د بلوچستان د آزادۍ دپاره د هر هيواد مرستو ته لبيک وايي.