زابل:طالبان وايي په ميزانه ولسوالۍ کي يې ۳ پوستې نيولي

34 | جون 10th, 2009


دوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدی ادعا کړې چې نن سهار یې دزابل په میزانه ولسوالۍ کې له دولتي سرتیرو سره نښته شوی چې دده په وینا نښتې نژدی دوه ساعته وخت نیولی چی په ترڅ کې یې دده په خبره درې پوستې له پولیسو نیولي او ۱۵ عسکر یی وژلی دی، قاری یوسف همدا راز زیاتوي چی په یوه بله نښته کی چې دسره غره په سیمه کی دوه موټر ویجاړ کړی او پکی سپاره اته پولیس یی وژلی دی .
خو دزابل امنیه قوماندان بیا دطالب ویاند ادعا نه مني نوموړی وایی په دغه دواړو پیښو کې ددوي سرتیری نه دی وژل شوی .
دیادونی وړده چی زابل دافغانستان یو هغه ناارام ولایت دی چی اکثره مهال تری دجنګ جګړورپوټونه خپریږی.

Copyright Larawbar 2007-2024