کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟اخري برخه

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟اخري برخه


 










اسلامي سیاست څه ته وایې؟


 

  د قاضى د پريکړو په باب او


  د سلطان په هكله، د فقهاو رائى 


  د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه رائى دا ده چې د قاضى حكم په خليفه نافذيداى شي او كه قاضى خپله فيصله په هغه او د هغه په مامورينو نشي نافذولاې نو د قضاء مسئوليت دى په غاړه نه اخلى . د امویانو او عباسیانو په دور کې د محكمې ازادي ختمه شوي وه او د حكومت په مامورينو د پريکړې نافذول شوني نه و نو له دى امله امام ابوحنيفه رحمة الله عليه د قضاء د منصب د قبولو څخه انكار وکړ چې د امویانو په دور كى د عراق والي يزيد بن عمر بن هبيره  ددى عمل له امله هغه شل یا ديرش دورى وواهه او په ځينو روايتونو کې دى چې هره ورځ به یې لس لس دورى واهه خو هغه  به انكار كاوه د عباسیانو په دور كى المنصور په امام ابوحنيفه رحمة الله عليه باندى د قضاء د منصب د منلو كوښښ وکړ تردى پورى چى د قاضى القضاة منصب  ئى ورته وړاندې کړ مګر هغه انكار وکړ او د انكار كولو اصلى علت يي داسى بیان کړ :


  [والله ما انا بمامون الرضى فكيف اكون مامون الغضب ولو اتجه الحكم عليك ثم هددتنى ان تغرقنى فى الفرات او ان تلى الحكم لاخترت ان اغرق ولك حاشيه يحتاجون الې من يكرمهم لك فلا اصلح لك]


   ( په الله جل جلاله سوګند چه كه چيرى زه په خوښه سره هم دا منصب قبول کړ م نوبیا هم ستاسو د اميد وړنه ګرځم نو چيرته لا په زور سره ، كه چيرى په كومه معامله کې پریکړه ستاسې په خلاف وشي او بیا ته ماته اخطار راکړې چى یا دى د فرات په سيند کې غرقوم او یا دى پریکړه بدله کړه نو زه به ډوبيدلو ته غاړه كیږدم خو پریکړه به بدله نه کړ م ، بیا خو ستا د دربار خاوندان او دهغې په څنگ کې نور خلك داسى ډیر دى ، هغوي ته داسى قاضى په كاردى چى ستا په خاطر د هغوي هم لحاظ وساتى ، زه د دى كار صلاحيت نه لرم ) 1.


  كله چه د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه شاګرد (رشيد ابويوسف) دا احساس وکړ چى حالات يو څه بدل شوي دى. او د عدليى ازادى بيرته خپل ځاې ته راځي نو هغه د قضا منصب قبول کړ ، په 166 هجرى قمرى كال کې المهدى هغه د شرقى بغداد قاضى وټاكه. د الهادى په زمانه کې هم دى هلته قاضى و خو كله چه د هارون الرشيد د حكومت وخت راغى  نو دهغه قضا په  (هارون الرشيد ) نور هم اغیز وکړ او د ټول عباسى حكومت قاضى القضاة ئى وټاكه. تر دى د مخه هيڅوك په داسى منصب نه و ټاكل شوي. هغه ته به (قاضى القضاة الدنیا) ويل كيده ،هغه ته د قاضیانو د ټاكلو ټول واك ورکړل شوي و بلكه په ټولو معاملاتو کې قانونى لارښوونه هم دده په غاړه وه يعنى هغه ته د قانون د وزير حيثيت ورکړل شوي و2.


   د هغه په محكمه کې به د پریکړو په وخت کې د علماؤيوه ډله دتل له پاره موجوده وه چى په دى ډله کې امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه هم شامل و هغه په دى وخت کې ځوان و ، د دعوي د اوريدو په وخت کې به د دى علماؤ ترمنځ بحث اوگډه څیړنه كيدله 3.


  ذكر شوي امام رحمة الله عليه هارون الرشيد ته يو كتاب د كتاب الخراج په نوم ترتيب کړ ، د دى په شروع کې ليكل شوي دى:


  [ ټول خلك قانون ته يو څيرو ګرځوئ كه څه هم هغوي تاسې ته نژدى وي یا لري 4. ]


  هغه د عدليى د ازاّدۍ په هكله ليکې چى:


  [ د انصاف په معامله کې د هر ډول واسطى او مداخلى دروازى بندول په كار دي او نه باید د كوم شخص د مرتبى او حيثيت څه  لحاظ وساتل شي 5 .]


  د هارون الرشيد په وخت کې يو زوړ عيسوي د خليفه په خلاف د يوه باغ دعوي وکړه قاضى ابو يوسف رحمة الله عليه نه يوازى دا چى د خليفه ترمخ يى د دى دعوي اوريدل وکړل بلكه د خليفه څخه ئى درى ځلى د سوګند یادولو غوښتنه هم وکړه. كله چه هر كرت هغه د سوګند یادولو څخه مخ واړاوه. نو ذكر شوي امام د مدعى يعنى عسيوي په حق کې پریکړه وکړه – خو د مرګ پورى په دى پښيمانه  و چى ولى یې خليفه د عيسوي  برابر و نه  دراوه 6.


  قاسم بن الحكم عراقى فرمائى چى ماپه خپله د قاضى ابو يوسف رحمة الله عليه څخه د وفات په وخت کې اوريدلى و.


  [یاليتنى مت على ما كنت عليه من الفقر و انى لم ادخل فى القضاء على انى ما تعمدت بحمد الله و نعمته جوراًَ ولا حاببت خصما على خصم من سلطان ولا سوقه]


   ( كاشکې چه زه د فقر په حالت کې وفات شوي او د قضاء په مسئوليت کې نه وي داخل شوي خو د دى سره د الله جل جلاله شكر او د هغه فضل دى چى ما قصداًَ په چا ظلم نه دى کړې او نه د دعوه كونکې د يوي ډلې سره مى د بلى په نسبت زیاته مينه کړې ده كه څه هم هغه حكمران وي یا عام فرد وي ) 7.


  د عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه په نوم


  د حسن بصرى رحمة الله عليه ليك 


  [ و اعلم یا اميرالمومنين ان الله انزل الحدود ليزجربها عن الخبائث و الفواحش فكيف اذا اتاها من يليها و ان الله انزل القصاص حیاه لعباده فكيف اذا قتلهم من يقتص لهم]


   ( اى اميرالمومنين ! ښه پوه شه ، چى الله جل جلاله سزا ګانى د دى له پاره رالیږلې دى چه خلك د هغى په اساس د ګنده او بدو كارونو څخه منع شي ، نو عام خلك به څنګه منع شه چى د هغوي حكمران په خپله د بديو او فحش كارونو مرتكب ګرځي ~ الله جل جلاله د قصاص حكم په دى خاطر را نازل کړې دى چه د هغه د بندګانو ارواح محفوظ وساتل شي ، نو د خلكو د ځان ساتنه به څنګه وشي كله چه د هغوي حكمران په خپله قتلول شروع کړې8. 


  د هارون الرشيد په نوم


  د سفیان ثورى رحمة الله عليه ليك


هارون الرشيد د ځواك دلاسته راوړو وروسته امام سفیان ثورى رحمة الله عليه ته دعباد الطالقانى په لاس يو ليك ورواستاوه چى په هغه کې ئى لیکلي وه چى زه ستا د ليدو ارزو لرم ، او شكايت ئى کړې و چى  نورو علماؤ و زما سره ليدنى وکړې او مبارکې ئى راکړه ليكن تا نه مبارکې راکړې او نه دى راسره ليدنه وکړه. دا خط امام ته هغه وخت ورورسيد چى هغه د كوفى په مسجد کې د شاګردانو ترمنځ ناست و. د خط د اوريدو وروسته هغه وويل د دى ليك په شا زما ځواب وليکئ: د سفیان ثورى رحمة الله عليه دا ليك د حق يوه ښکاره نمونه وه ، د قضاء د لوړوالي او د قضاء (على السلطان و اعوانه) په هكله دهغه دا لاندې اقتباس ملاحظه کړئ:


[ یا هارون قعدت على السرير ولبست الحرير اسبلت سترا دون بابك و تشبهت بالحجبه برب العالمين ثم اقعدت اجنادك الظلمه دون بابك وسترك يظلمون الناس ولا ينصفون يشربون الخمور و يضربون من يشربها ويزنون ويحدون الزانى ويسرقون و يقطعون يدالسارق افلا كانت هذه الاحكام عليك و عليهم قبل ان تحكم للناس]


( اى هارونه ! ته په تخت ناست ئى ، دوريښمو كالې دى اغوستى دى په دروازى دى پردى راځوړندى کړې او د خلكو څخه په پټوالي سره د الله جل جلاله سره مشابهت کوي ، د دى نه پرته تا په دروازه کې هم خلك ټاكلى دى چى په ظلم حكم کوي انصاف نه کوي ، هغوي په خپله شراب څکې خو نورو شرابو څكونكو ته سزا ورکوي ، په خپله زنا کوي خو نورو زنا كونکې ته سزا ورکوي په خپله غلا کوي خو د نورو غلو لاسونه ورپرى کوي په خپله وژل کوي خو د نورو وژونكو څخه قصاص اخلى نوایا د خداى دا قوانين په تا او ستا په دى مامورينو د نورو څخه تر مخه د جارى كيدو له پاره نه دى راغلى ؟


  د ليك په شروع کې ئى د ملت د خزانى په بى ځايه استعمال سخت تنقيد کړې دى او په اخر کې ئى د قیامت دورځي څخه ويرولى دى ) .


   او لیکلي ئى دى چى :


  [فایاك ایاك ان تكتب لى كتابا بعد هذا فلا اجيبك والسلام ]


  ( خبر اوسه ، خبراوسه ، چى په راتلونکې کې زما په نوم هيڅ ليك ونه ليکې او كه نه نو زه به ځواب درنه کړ م والسلام ) .


  كله چه هارون الرشيد دا ليك ولوست نو د سترګو څخه ئى اوښکې روانى شوي ، يو دربارى ورنه پوښتنه وکړه چى هغه ستا په مقابل کې ډیر جرئت کړې دى د هغه نيول په كار دى هارون ورته وويلى ته د دنیا بنده يى او سفیان رحمة الله عليه يوازى د يوه امت حيثيت لري 9. 
 


  د كتاب لنډيز


  د دى كتاب د درى واړو برخو او ټولو څپركو لنډيز دا دى چى د اسلامي  سیاست د ماڼۍ بنسټ په دى څلورو شیانو ايښودل شوي دى:


 ا } د الله جل جلاله حاكميت او د كتاب او سنتو پورته والي.


 2 } د عابدينو فقهاو څخه جوړه شوي  شورى چى د مسلمانانو معتمده هم وي.


 3 } دیانت لرونکې ، دخدايه ويريدونکې او اهل اجرائيه چى مشر ئى مسلمان او باورى وي.


  4} ازاده او مستقله عدليه ( قضاء) چى غړى ئى  فقها هم وي ، عادل او متقى هم وي كوم خلك چه په دى وخت کې په مسلمانانو حكومت کوي په هغوي په شرعي ډول فرض دى چى هغوي د همدى اصولو په بنسټ يو نظام جوړکړې او كه چيرى داسى نه کوي نو بیا په مسلمانانو فرض دى چى د دى حكمرانانو په عزلولو او د هغوي پر ځاې د صالح او عادل حكومت د جوړولو له پاره خپلى هلى ځلى تيزى کړې .


 الهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه و الباطل باطلا وارزقنا اجتتابه و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و على اله واصحابه اجمعين 
  


  كتابونه


  د دى كتاب په ليكوکې چه د كومو كتابونو څخه استفاده شوي د هغو فهرست په لاندې ډول دى :


  تفاسير



  1. { جامع البیان تفسير القراّن د محمد بن طبرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه  310د هجرى قمرى كال

  2. Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.} تفسير حكام القراّن د امام جصاص حنفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 370 هجرى قمرى كال

  3. } تفسير معالم التنزيل د حسين بن محمد البغوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 516 هجرى قمرى كال

  4. } تفسير احكام القراّن د قاضى ابوبكر محمد بن عبدالله ابن عربى ليكنه د مړينى نيټه 547 هجرى قمرى كال

  5. } تفسير زاد المسير فى علم التفسير د ابوالفرج  ابن جوزى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى نيټه 597 هجرى قمرى كال

  6. } تفسير مفاتيح الغيب (تفسير كبير) د امام فخر الدين محمد بن عمرو رازى رحمة الله عليه  ليكنه د مړينى نيټه 606 هجرى قمرىكال

  7. } تفسير الجامع لاحكام القراّن د محمد بن احمد القرطبى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 671 هجرى قمرى كال

  8. } تفسير انوار التنزيل (بيضاوي) د قاضى بيضاوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 685 هجرى قمرىكال

  9. } تفسير مدارك التنزيل د عبدالله بن احمد النسفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه  701 هجرى قمرىكال

  10. } تفسير لباب التاويل (الخازن)  د عبدالله بن محمد الخازن ليكنه د مړينى نيټه 741 هجرى قمرىكال

  11.   تفسير البحر المحيط د محمد بن يوسف ابن حیان الاندلسى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 754 هجرى قمرى كال

  12. } تفسير القران العظيم د اسمعيل بن محمد بن عمروبن كثير رحمة الله عليه  ليكنه د مړينى نيټه 774 هجرى قمرىكال

  13. } تفسير جلالين د جلال الدين سيوطى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 911 هجرى قمرى كال

  14. } تفسير مظهرى د قاضى ثناء الله پانى پتى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1225 هجرى قمرى كال

  15. } تفسير موضح القراّن د شاه عبدالقادر محدث دهلوي رحمة الله عليه  ليكنه د مړينى نيټه 1230 هجرى قمرى كال 

  16. } تفسير فتح العزيز تفسير عزيزى د شاه عبدالعزيز محدث دهلوي ليكنه د مړينى نيټه1239 هجرى قمرى كال

  17. } تفسير ترجمان القران د مولا نا ابو الكلام  ازاد رحمة الله عليه ليكنه

  18. } تفسير عثمانى د علامه شبير احمد عثمانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه  1369 هجرى قمرى كال

  19. } تفسير تفهيم القران د مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1399 هجرى قمرى كال

  20. } تفسير روح المعانى د شهاب الدين سيد محمود الالوسى بغدادى ليكنه د مړينى كال 1270 هجرى قمرى كال

  21. } بائيبل 

احاديث او د احاديثو شرحى



  1. } صحيح بخارى د محمد بن اسمعيل بخارى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 256 هجرى قمرى كال

  2. } صحيح مسلم د مسلم بن حجاج قشيرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 260 هجرى قمرى كال

  3. } سنن ابو داود د ابوداود سليمان بن اشعث سجستانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 275 هجرى قمرى كال

  4. } جامع ترمذى د ابو عيسى ترمذى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 279 هجرى قمرى كال

  5. }  سنن نسائى د ابو عبدالرحمن احمد بن شعيب نسائى ليكنه د مړينى نيټه  303 هجرى قمرى كال

  6. } سنن ابن ماجه د محمد بن يزيد قزوينى ابن ماجه ليكنه د مړينى نيټه 275 هجرى قمرى كال

  7. } موطا امام مالك د امام مالك بن انس رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 179 هجرى قمرى كال

  8. } مسند احمد د امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 241 هجرى قمرى كال

  9. } المصنف د عبدالرزاق بن همام صنعانى ليكنه د مړينى نيټه  211 هجرى قمرى كال

  10. صحيح ابن خزيمه د محمد بن اسحاق بن خزيمه ليكنه د مړينى نيټه 311 هجرى قمرى كال

  11. } الادب المفرد د محمدبن اسمعيل بخارى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 256 هجرى قمرى كال

  12. } معجم صغير د امام طبرانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 360 هجرى قمرى كال

  13. } المستدرك د ابو عبد الله الحاكم النشاپورى ليكنه د مړينى نيټه 405 هجرى قمرى كال

  14. } سنن دارمى د ابو محمد عبدالله بن عبدالرحمن دارمى ليكنه

  15. } السنن الكبرى د ابو احمد بن حسين بيهقى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 458 هجرى قمرى كال

  16. } سنن دار قطنى على بن عمر الدار قطنى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 385 هجرى قمرى كال

  17. } كنز العمال د على المتقى بن حسام الدين الهندى ليكنه د مړينى نيټه 957 هجرى قمرى كال

  18. } شرح معانى الاثار د امام طحاوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 321 هجرى قمرى كال

  19. } مشكل الاثارد امام طحاوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 321 هجرى قمرى كال

  20. } جامع الاصول د ابن اثير جزرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 606 هجرى قمرى كال

  21. } الترغيب والترهيب د حافظ زکې الدين منذرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 656 هجرى قمرى كال

  22. } مجمع الزوائد د علامه نورالدين هيثمى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 807 هجرى قمرى كال

  23. } عمده القارى د بدرالدين عينى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 855 هجرى قمرى كال

  24. } فتح البارى د ابن حجر عسقلانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 852 هجرى قمرى كال

  25. } شرح مسلم د امام نووي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 676 هجرى قمرى كال

  26. } معالم السنن د امام ابو سليمان خطابى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 388 هجرى قمرى كال

  27. } ارشاد السارى د بخارى شرح د شهاب الدين قسطلانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 923 هجرى قمرى كال

  28. } نيل الاوطار  د قاضى شوكانى يمنى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1250 هجرى قمرى كال

  29.   مرقات شرح مشكواه د ملا على قارى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه  1014 هجرى قمرى كال

  30. } تحفه الاحوذى د ترمذى شرح د علامه عبدالرحمان مبارك پورى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1353 هجرى قمرى كال

  31. } فيص البارى امالې بخارى د علامه انورشاه كشميرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1352 هجرى قمرى كال

  32. } معارف السنن امام ترمذى د علامه انورشاه كشميرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1352 هجرى قمرى كال

  33. } كتاب الخراج  د قاضى ابو يوسف رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 182 هجرى قمرى كال

  34. } كتاب الموضوعات د ابن جورى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 597 هجرى قمرى كال

  35. }  موضوعات كبير د ملاعلى قادرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1104 هجرى قمرى كال

  36. } نصب الرايه  علامه جمال الدين زيلنى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 762 هجرى قمرى كال

فقه



  1. } المسبوط د شمس الائمه سرخى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 490 هجرى قمرى كال

  2. } هدايه د شيخ الاسلام مرغينانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 593 هجرى قمرى كال

  3. } البدائع الصنائع د علامه كاشانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 587 هجرى قمرى كال

  4. } فتح القدير د هدايه شرح ابن الهمام حنفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 861 هجرى قمرى كال

  5. } عنايه الهدايه  دعلامه بابرتى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 786 هجرى قمرى كال

  6. } فتاوي قاضيحان (خانيه) د علامه قاضى خان رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 592 هجرى قمرى كال

  7. } بحرالرائق د ابن نجيم مصرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 970 هجرى قمرى كال

  8. } فتاوي بزازيه د ابن البزار الكرء اى ليكنه د مړينى نيټه 827 هجرى قمرى كال

  9. } فتاوي عالمگيريه – درمختارد علامه علاوالدين حصكفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1088 هجرى قمرى كال

  10. } مجموعه شامى د ا بن عابدين شامى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى نيټه 1252 هجرى قمرى كال

  11. } رسائل د ا بن عابدين شامى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1252 هجرى قمرى كال

  12. } كتاب الام د امام شافعى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 204 هجرى قمرى كال

  13. } بدايه المجتهد د ابن رشد مالکې رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 595 هجرى قمرى كال

  14. } المغنى د ابن قدامه حنبلى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى نيټه 334 هجرى قمرى كال

  15. } فتاوي ابن تيميه د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 728 هجرى قمرى كال

  16. } اعلام الموقعين د حافظ ابن قيم رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 751 هجرى قمرى كال

  17. } المحلى د ابن حزم ظاهرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 456 هجرى قمرى كال

  18. } معين الحكام د علامه علاء الدين طرابلسى رحمة الله عليه ليكنه 

اصول فقه



  1. } الاصول د فخر الاسلام بزدوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 482 هجرى قمرى كال

  2. } المستصفى د امام غزالې رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى نيټه 505 هجرى قمرى كال

  3. } توضيح تلويح د سعد الدين تفتازانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 791 هجرى قمرى كال

  4. } تحرير الاصول د ابن الهمام حنفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 861 هجرى قمرى كال

  5. } منهاج الاصول  د قاضى بيضاوي ليكنه  د مړينى نيټه 791 هجرى قمرى كال

  6. } الاعتصام د ابو اسحق شاطبى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 790 هجرى قمرى كال

  7. } ارشاد الفحول د قاضى شوكانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 1250 هجرى قمرى كال

  8. } الاشباه والنظائر د ابن نجيم مصرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 970 هجرى قمرى كال

  9. } الاشباه والنظائر د جلال الدين سيوطى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 911 هجرى قمرى كال

 

كلام (عقائد) :



  1. }التمهيد فى بیان التوحيد د ابو الشكور سالمى حنفى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 465 هجرى قمرى كال

  2. } المنقدمن الضلال د امام غزالې رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 505 هجرى قمرى كال

  3. } المعتمد فى المعتقذ د قاضى فضل الله نور پشي ليكنه د مړينى نيټه 630 هجرى قمرى كال

  4. } اصول الدين د شيخ عبدالقاهر بغدادى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 429 هجرى قمرى كال

  5. } شرح عقائد  سعد الدين تفتازانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 791 هجرى قمرى كال

  6. } شرح مواقف د سيد شريف جرجانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى نيټه 816 هجرى قمرى كال

  7. } المسائره د ابن الهمام حنفى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى نيټه 861 هجرى قمرى كال

  8. } شرح المطالع

سيرت او تاريخ :



  1. } .سيرت ابن هشام رحمة الله عليه د ابن هشام رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 213  هجرى قمرى

  2. } طبقات ابن سعد د محمد بن  سعد رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 235 هجرى قمرى

  3. } فتوح البلدان د احمد بن يحيى بلاذرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 277 هجرى قمرى

  4. } تاريخ بغداد د خطيب بغدادى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 463 هجرى قمرى

  5. } تاريخ الامم و الملوك د محمد بن جرير طبرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 310 هجرى قمرى

  6. } جوامع السير د ابن حزم ظاهرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  456 هجرى قمرى

  7. } الاستعاب د ابن عبدالبر رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  463 هجرى قمرى

  8. } اسد الغابه د ابن الاثير جزرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  630 هجرى قمرى

  9. } زاد المعاد د حافظ ابن قيم رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  756 هجرى قمرى

  10. } البدايه والنهايه  د حافظ ابن كثير رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  774 هجرى قمرى

  11. } السيره النبويه د حافظ ابن كثير رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  774 هجرى قمرى

  12. } الكامل فى التاريخ د ابن الاثير جزرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  630 هجرى قمرى

  13. } مقدمه ابن خلدون  د علامه ابن خلدون رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 808 هجرى قمرى

  14. } الاصابه فى تميزالصحابه د حافظ ابن حجر عسقلانى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  852 هجرى قمرى

  15. } السيره الحلييه د على بن برهان الدين حلبى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  900 هجرى قمرى

  16. } وفاء الوفاء  علامه سمهودى رحمة الله عليه 911 هجرى قمرى

  17. } مناقب امام اعظم د موفق الدين مکې رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  568 هجرى قمرى

  18. } الملل و النحل د علامه شهرستانى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال 548 هجرى قمرى كال

  19. } الفصل بين الملل و النحل د ابن حزم ظاهرى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  456 هجرى قمرى

  20. } مناقب امام احمد بن حنبل ابن حوزى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  597 هجرى قمرى

  21. } نهج البلاغه  سيد شريف رضى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  404 هجرى قمرى

  22. }الخصائص الكبرى د جلال الدين سيوطى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  911 هجرى قمرى

  23. } حسن المحاضره  د جلال الدين سيوطى رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  911 هجرى قمرى

  24. } سفر السعاده د شيخ  عبدالحق محدث دهلوي رحمة الله عليه ليكنه  د مړينى كال  958 هجرى قمرى

  25. } شرح نهج البلاغه د ابن ابى حديد رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  656 هجرى قمرى

  26. } مكتوبات د امام ربانى مجددالف ثانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  103 هجرى قمرى

  27. } ازاله الخفاء د  شاه ولى الله محدث دهلوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  1176 هجرى قمرى

  28. } قره العنين د  شاه ولى الله محدث دهلوي رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  1176 هجرى قمرى

  29. } قصص الانبیاء د عبدالوهاب بجار مصرى مولانا ليكنه

  30. } قصص القراّن د مولانا حفظ الرحمان سيو هاروي  رحمة الله عليه ليكنه

  31. } رحمة العالمين  قاضى محمد سليمان منصور پورى رحمة الله عليه ليكنه

  32. }الریاض النضره ابو جعفر احمد المحب الطبرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  164 هجرى قمرى

  33. } ثلاثه من اعلام الحريه د قدرى ليكنه

  34. } رسول رحمة د مولانا غلام رسول مهر ليكنه

  35. } تاريخ عالم د  وليم ايل لينګړ (اردو ژباړه )

  36. } تمدن هند د ډاكټركستاولى بان (اردو ژباړه )

  37. } جنګ عظيم دوم  لوئيس سنائيدر (اردو ترجمه)

لغت او ادب



  1. } جمهره اللغه د ابن دريد رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  321 هجرى قمرى

  2. } مفردات القراّن د  امام راغب اصفهانى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  502 هجرى قمرى

  3. } النهايه  د ابن الاثير جزرى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  706 هجرى قمرى

  4. } مختار الصحاح    محمد بن ابى بكر رازى  رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 666 هجرى قمرى

  5. } صراح للغات علامه جمال قرشي رحمة الله عليه ليكنه كال  681 هجرى قمرى

  6. } تاج العروس د قاموس شرح د علامه زبيدى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1205 هجرى قمرى

  7. } لسان العرب  د ابن منظور افريقى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  711 هجرى قمرى

  8. } المنجد

  9. } الادب العربى و تاريخه

  10. } العقد الفريد د  ابن  عبدربه رحمة الله عليه ليكنه

  11. } مجمع البحار د  شيخ محمد طاهر رحمة الله عليه ليكنه

  12. } كلیات د ابو البقاء حنفى ليكنه د مړينى كال  1095 هجرى قمرى

سیاسیات :



  1. } الاحكام السلطانيه د امام ابو الحسن ماوردى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  450 هجرى قمرى

  2. } الاحكام السلطانيه د قاضى ابويعلى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال  458 هجرى قمرى

  3. } السیاسه المدنيه د ابو نصر فارابى رحمة الله عليه  ليكنه د مړينى كال 339یا 343 هجرى قمرى

  4. } احصاء العلوم د ابو نصر فارابى رحمة الله عليه  ليكنه د مړينى كال  339یا 343 هجرى قمرى

  5. } الفحرى فى الادب السلطانيه د ابن المطقطقى رحمة الله عليه اردو ژباړه د مړينى كال 709 هجرى قمرى

  6. } السیاسه الشرعيه  د ابن تيميه رحمة الله عليه 728 ليكنه د مړينى كال  هجرى قمرى

  7. } منهاج السنه د ابن تيميه رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 728 هجرى قمرى

  8. } الطرق الحكميه ابن قيم رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال د 156 هجرى قمرى

  9. } مجموعه رسائل اخوان الصفا رساله سابعه

  10. } علم السیاسه د أاكټر حسن صعف لبنان پوهنتون استاد ليكنه

  11. } مدخل الې علم السیاسه أاكټر جمال الاتاشي ليكنه

  12. } اسلام كا نظام حكومت مولانا حامد الانصارى رحمة الله عليه ليكنه

  13. } مبادیات سیاسیات  د  شروانى رحمة الله عليه ليكنه

  14. } دى پرنس عربى ژباړه د ميكياولى ليكنه د مړينى كال هجرى قمرى

  15. } نظام الحكم فى الشريعه والتاريخ  د ظافر قاسمى رحمة الله عليه ليكنه

  16. } اسلامي ریاست د مولا نا سيد ابو الاعلى مودودى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1399 هجرى قمرى

  17. } خلافت و ملوكيت د مولا نا سيد ابو الاعلى مودودى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1399 هجرى قمرى

  18. } سلامى كاسیاسي نظام   مولا نا ابو الاعلى رحمة الله عليه مودودى رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1399 هجرى قمرى

  19. } العداله الاجتماعيه د شهيد سيد قطب رحمة الله عليه ليكنه

  20. } الفتنه الكبرى د ډاكټر طه حسين رحمة الله عليه ليكنه

  21. } احیاء العلوم د امام غزالې رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 505 هجرى قمرى

  22. } التفهيمات الالهيه د شاه ولى الله رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1176 هجرى قمرى

  23. } اصول الدعوه د أاكټر عبدالكريم زيدان ليكنه

  24. } اقتضاء الصراط المستقيم د امام ابن تيميه رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1399 هجرى قمرى

  25. } الميزان الكبرى د امام عبدالوهاپ شعرانى ليكنه

  26. } كتاب النبى پروفيسور مصطفى الاعظمى رحمة الله عليه

  27. } جامع بیان العلم د ابن البر رحمة الله عليه ليكنه د مړينى كال 1399 هجرى قمرى

  28. } ارض القراّن د سيد سليمان ندوي رحمة الله عليه ليكنه

  29. } تلبيس ابليس د ابن جوزى رحمة الله عليه ليكنه

  30. } انساني دنیا پر مسلمانون كا عروج وزوال كا اثر د سيد ابوالحسن على ندوي ليكنه       

  31.    

  پاى 
 
 


    
 
 
 
 
 
 
 
 


زما نورې  پښتو ژباړي:



  1. اسلامي سیاست – د مولانا ګوهر الرحمن اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  2. اسلامي ریاست – د مولانا ابو الاعلى مودودي اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  3. خلافت او ملوکیت – د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  4. پرده – د مولانا ابوالاعلي مودودي اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  5. د حدیثو د انکار نه د قران تر انکاره پورې – د مولانا عبدالسلام رستمي اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  6. د نبوت پای – د مولانا عبدالسلام رستمي اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  7. د صلاح الدین ایوبي ریښتينې پیښې (دایمان پلورونکو داستان) – د التمش اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  8. د رسول الله (ص) د انقلاب حکمت – د سید اسعد ګیلاني اثر – پښتو ژباړه قريب الرحمن سعيد

  9. یو شمیر نورې کوچنۍ رسالې (په اردو او پښتو ژبو) چې نومونه یې د ليکوال په لیکنو کې کتلائ شئ.

  10. زیات شمیر پښتو او انګلیسې مضامین او دانګلیسې او د اردو ژبو څخه ژباړل شوې مقالې او لیکنې چې د شهادت او وحدت په ورځپاڼو او یو شمیر اونیزو او میاشتنیزو کې خپاره شوې او یا  همدا  اوس  خپریږي .

پای.