کور / تازه خبرونه / په پېښور کي چاودني او ځانمرګى بريد وسو

په پېښور کي چاودني او ځانمرګى بريد وسو

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د يوه ځانمرګي بريد له کبله ۳ کسه وژل سوي او تر لسو ډېر ټپيان سوي دي.

د پېښور د پوليسو چارواکي وايي په رنګ روډ کي پوليسو پر موټرسايکلانو او موټرونو کي ناست کسان تلاښي کول چي دغه پېښه رامنځته سوې ده.

پوليس وايي بريد کوونکو اول لاسي بمونه استعمال کړي او بيا يوه بل کس په همدې ځاى ځان چاودلئ دئ چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده.