کور / د ډيورنډ کرښه / انجنير ذکريا پوپل:بيا هم د ډيورنډ د کرښي په اړه

انجنير ذکريا پوپل:بيا هم د ډيورنډ د کرښي په اړه

څو ورځي مخکي مي په دعوت ويبپاڼه کي د « بخاطر نجات کشور چاره جز نوشيدن جام زهر خط ديورند نيست » تر سر ليک لاندی د ښاغلي کانديد اکادميسن سيستانی ليکنه ولوستل . ما داليکنه په خورا غور سره ولوستل دا ځکه چي له يوه پلوه زه ښاغلي سيستاني ته ديوه وطنپاله افغان تاريخ پوه په توګه ډېر زيات احترام لرم او هر کله ئې چي پر ليکنو پېښ سم نو په خورا دقت سره ئې لولم. ښاغلی سيستاني يو له هغو لومړنيو کسانو نه وه چي دافغانستانيانو او خراسانيانو او نورو افغان دښمنيو کړيو په وړاندی په خورا مېړانه ودرېد او په ډېرو قوي منطقو ئې د افغاني دريځ نه ، دقيقه او علمي دفاع وکړه، ځکه نو ښاغلی سيستاني زما لپاره يو ډېر محترم نوميالی تاريخ پوه دی.


د ښاغلي سيستاني پورته نومول سوې ليکنه هم ما دوه ځله په پوره غور سره ولوستل. دا ځکه چي ښاغلي سيستانی خورا ښکلی قلم لري  نو هر څه چي ليکي په خورا خوند ئې ليکي او زياتره لوستونکي تر خپلي اغېزي لاندي راولي. خوداځل په دې ليکنه کي احساسات خورا له ورايه ښکاره کېدل او آن کېدای سي ځيني کسان به ئې  ژړولي هم وي او داسي څرګندېږي، چي خپله ئې هم تر ژړا وروسته په احساساتي حالت کي دغه ليکنه کړې وي.


زما له نظره دډيورنډ کرښي معضله دپاکستان سره زموږ يوه سياسي لانجه ده. نو اړينه ده پردغه سياسي مسئله هم دنورو سياسي معضلاتو په شان داحساساتو  له لاری نه، بلکي دکره څېړونو، دقيقي محاسبې او سړو مغزو په واسطه بحث وسي.


سياست په ټوليز ډول داحساساتو کارنه دی. سياسي مسائل په سړو مغزو دسنجش، دقيقي محاسبې او هراړخيزو پلټنو او څېړونو نه وروسته دمعقولو پايلو تر لاسه کول او دهغو پر بنسټ دپاليسيو او تګلارو جوړول دی.اوس به زما ددغي ليکني اصلي موضوع يعني د ښاغلي سيستاني دمقالې په هکله تبصرې ته راسو:


دښاغلي سيستاني په پورته نومول سوې ليکنه کي احساساتو دومره غلبه کړېده، چي د ښاغلي سيستاني نه ضد او نقيضي خبري سوي دي. دبېلګي په توګه يو ځل وايي چي امريکا اودنړی ۳۷ هيوادونه دافغانستان دامنيت او ثبات دټيګولو لپاره راغلې ده:


…واينک که يگانه ابرقدرت جهان (امريکا) با ۳۷ کشورجهان براي نجات کشور ما آستين برزده اند تا ثبات وامنيت را دوباره به افغانستان برگردانند….


خو په بل ځای کي بيا په قهر دی چي افغانانوخو وکړای سول شوروی له افغانستان نه وشړی نو امريکايان چي دده له قوله زموږ هيواد ته دسولي او ثبات دټينګښت لپاره راغلي دي ولي دافغانستان نه نه باسي او داسي ليکي:


تعجب اينجاست که افغانها باهمه شهامت وعشق  به آزادي واعتقادات خود وقتي در مقابل ابرقدرت شوروي جنگيدند و از جان مايه  گذاشتند، حالا چرا در برابر ابرقدرت امريکا چنين بي تفاوت وخاموش نشسته اند؟


آن په بل ځای کي بيا ددې نه وېره څرګندوي چي ناټو او امريکايان به له افغانستان نه ولاړ سي، نو توصيه کوي چي بايد د امريکااو ناټو په شتون کي دډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنو.


ښاغلی سيستاني کله دجنوب اوشرق دپښتنو پر وژنه اوښکي تويوي او خواشيني څرګندوي:


آيا بمباردمان در جنوب وشرق کشور بايد تا نابودي آخرين  فرد پشتون ادامه يابد يا اينکه بالاخره اين جنگ بايد در يک جائي توقف کند؟


او يا وائي:


من به عنوان يک عنصر وطنخواه وروشنفکر پشتون وظيفه ايماني ووجداني خود ميدانم تا هم تباران خود را از سرصدق دل آگاهي بدهم و آنهايي را که برمرکب احساسات سوارند به تعقل وارزيابي جايگاه خود وديگران فرابخوانم. و راهي را که براي قطع جنگ درافغانستان وبخصوص در مناطق جنوب وشرق  کشور(که مرکز ثقل حملات هوائي وزميني نيروهاي خارجي است )، مفيد است ، براي شان بازگو کنم .        


خو په بل ځای کي بيا دډيورنډ دکرښي هاخوا پښتنو نه ځان پرې کوي او وائې چي هغه بايد پاکستان ته ورپرېږدو چي هر څه ظلم او تعدا پر کوی او حقونه ئې تر پښولاندی کوی او آن دا هر څه په رسميت وپېژنو.


په بل ځای کي بيا پر دې شک څرګندوي چي په جنوبي او شرقي سيمو کي طالبان شتون لری او داسي ليکي:


ظاهراً بهانه جنگ و بمباردمان مناطق جنوب وشرق ، حضور فعال طالبان عنوان ميشود


ښاغلی سيستاني بيا له همدې جملې نه وروسته دستي دامني چي طالبان جنوبي او شرقي سيمو ته دپاکستان نه راځي :


اين طالبان از کجا مي آيند؟ معلوم دار از پاکستان مي آيند، اين حقيقت را هم حکومت افغانستان ميداند وهم نيروهاي خارجي مستقر درافغانستان ميدانند.


ښاغلی سيستاني پر هغو کسانو، چي دډيودنډ دکرښي په هکله له ده سره موافق نه دي، هم خورا په قهر دی او په دې ئې تورنوي چي دوی په لوېديځو هيوادونو کي «چړچي او عيشونه» کوي او هغه دچا خبره «دمړې ګېډي نه پارسي واېې» ، هيڅکله دخپلو هيوادوالو دژغورولو په فکر کي نه دي، يوازي هغه کسان چي وائي ژر تر ژره دي دډيورنډ کرښه په رسميت وپېژندل سي هغه دهيواد دژغورني په فکر کي دي، دی داسي ليکي:


آيا آنهائي که در عشرت سراي غرب غنوده اند،واز سرشکم سيري حرف هاي دهن پرکن ميزنند، يک بار به فکر نجات کشور از اين منجلاب بدبختي افتاده اند و راه نجاتي براي مردم هردم شهيد وهزار بار کشته داده ولايات جنوب وشرق کشور سراغ کرده اند؟


خو ښاغلی سيستاني وروسته له احساساتو را کوزېږي اوتر ډېري اندازې خبره په سمه توګه مطرح کوي او ليکي:


پيشنهاد راه معقول نجات کشور از بحران موجوده از طريق جستجوي يک راه حل عادلانه اختلافات با پاکستان، به معناي تخويف مردم کشور ازپاکستان نيست، بلکه برداشتن گامي است درجهت عادي ساختن روابط دپلوماتيک دوکشور همسايه با توانائي هاي متفاوت نظامي واقتصادي


په دې اړوند بايد وويل سي چي افغانستان هيڅکله دډيودنډ دکرښي غير عادلانه حل نه دی غوښتی او اوس هم دداسي څه غوښتنه نه کوي ، چي هغه دي دحق او عدالت او دنړی والو منل سوؤ نورمونو نه، خلاف کاروی.راځی چي ددغي مسئلې په هکله دافغان حکومتونو او افغاني روڼ آندو دريځ وڅېړو، چي له بده مرغه هغه کسان چي ددغې مسئلې حل دپاکستان په ګټه غواړي يو ئې هم دغو ټکو ته ګوته نه نيسي او دهغو نه په ټوپونو تېرېږي.


-تر هر څه لومړی غواړم ووايم، چي افغانستان هيڅکله دپاکستان سره ددغي ستونزي حل دزور او نظامي لاري نه نه دی غوښتی او دا ئې يو داسي مسئله بللې ده، چي بايددافغانستان او پاکستان تر مېنځ دخبرو اترو له لاري او آن دنړيوالي ټولني په مېنځګړيتوب حل سي.خو پاکستان هيڅکله په دې هکله خبرو اترو ته تيار نه دی او داپه هيڅ ډول نه مني چي نړی واله ټولنه دي په دغه لانجه کي مېنځګړيتوب وکړي. هغوی هم دا وايي چي افغانستان دي داکرښه ژر ترژره او بې چون وچرا په رسميت وپېژني. خو ښاغلي سيستاني په خپله ټوله ليکنه کي دافغانستان دغه دريځ ته هيڅ ايشاره نه ده کړی او په قهر دی چي دډيورنډ دکرښي مسئله بايد ژر ترژره حل سي.


-دوهم داچي افغانستان هيڅکله دا ادعاهم نه ده کړې، چي دغه سيمي دي بيرته په افغانستان پوري وتړل سي، بلکي دا غوښتنه کوي چي دپاکستان واکمنان دي دډيورنډ دکرښي ها خوا خلګو ته دا حق ورکړي، چي خپل برخليک په خپله وټاکي. د هغوی سره دي دتبعض نه ډک چلند نه کېږی. حتي هغوی ته ددې حق نه ورکول کېږي چي خپل ايالت ته په خپله خوښه نوم انتخاب کړي، بچيان ئې په مورنۍ ژبه دزده کړو نه بې برخي دی او نور په لسګونو تبضي چلندونه ور سره کېږي چي تکرار ته ئې اړتيا نسته او ټول ترې نه خبر دي.آيا دا غوښتني دحق او عدالت او نړی والو نورمونو نه خلاف څه دي؟


يا دا چي تاسي واياست چي افغانان بايد دخپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو دحقه حقونو د اعادې غوښتنه ونه کړي؟ آيا ستاسو له نظره دډيورنډ دکرښي ها خوا پښتانه، چي ځانونه ( دافغانستان د ځينو اوسېدونکو په خلاف ) افغانان ګڼي زموږ وجود نه دی او موږ د خپلو افغاني وروڼو د حقونو نه دفاع بايد و نه کړو؟ آيا ستاسو له نظره دغه ډول چلند به دسياسي پلوه يوه لويه تېروتنه نه وي؟ آيا دغه ډول چلند دنړۍ په کوم بل هيواد کي سياستوالو د خپلو هيوادوالو سره کړی دی؟ زما له نظره که خدای مه کړه ستاسو مشوره ومنل سي او دډيورنډ کرښه بېله چون وچرا په رسميت وپېژندل سي دا به داسي يوه تېروتنه وي ، چي زيان به ئې دګندمک او ډيورنډ دتړونونو نه لږ نه وي.


تاسو وګوری د پخواني شوروی اتحاد دبالتيک دسمندرګي دغاړي هيوادونو کی، چي اوس خپلواک هيوادونه دي اوداروپائې ټولني، شينګېن او ناټو غړيتوب هم لري، مېشت دکوم روس او يا بل داسي کس چي په روسي ژبه خبري کوي، پزه هم ويني سي نو دروسيې احتجاجونه تر اسمانه پورته کېږي او يا په هغه لېري پرته کاناډا کي که دفرانسوي ژبو پر حقونو ډېر لږ تېرۍ هم وسي نو بيافرانسه پورته پورته غورځي او د خپلو هم ژبو ددفاع په خاطر هرډول اقدام ته لاس اچوي . خو زه بايد د خپلو هغه پښتنووروڼو دحقوقو غوښتنه ونه کړم، کوم چي تر اوسه پوري هم ځانونه افغانان ګڼي خو داستعمار د دسيسو په پايله کي زما دوجود نه بېل سوي دي او تر نن ورځ پوري دغه بېل والۍ پر ما او پر ده په زور تحميلېږي .


بله خبره داده چي دښاغلي کانديد اکاديميسن په پورته ياده سوې ليکنه کي ډېر زيات ټيګار پر دې سوی دی او په وار وار تکرار سوېده، چی پاکستان يو اټمي ځواک دی. په دې برخه کي هم دومره زياتی سوی دی، چي که چېری کوم څوک دپاکستان حالت په دقيقه توګه ونه پېژني او دهغه هيواد حالات ئې له نژدې نه په کره توګه نه وي څارلي ، نو داسي ګمان به ورته پيدا سي، چي ګواکي پاکستان دامريکې نه وروسته دوهم زبرځواک دی.


زه دامنم چي پاکستان يو څو اټمي بمونه لري، دا هم منم چي په هغو پيسو، چي دامريکې او نور غربي او سلامي هيوادونو نه ئې دافغانستان په خاطر تر لاسه کولې، ښه غښتلي استخبارات او اُردو هم جوړکړي دي.


خوزما له نظره دا ديوه نظام لپاره هرڅه نه دي. هغه سياستوال ، چي يوازي دخپل حريف کمزروتياوي ويني او قوي اړخونو ته ئې پام نه کوي، ستره تېروتنه کوي او دغه راز هغه سياستوال هم تر هغه لا زياته تېروتنه کوي، چي د خپل حريف يوازي قوي اړخونه ويني او په بدن کي ئې لړزه ګډيږي خو کمزوري خواوي ئې هيڅ په نظر کي نه نيسي. زما له نظره تکړه او ماهر سياستوال هغه دي چی دخپل حريف هم قوي او هم ضعيف اړخونه په دقيقه توګه څرګند او دهغو نه په پوره مهارت خپلو هدفونو ته درسېدو لپاره ګټه واخلي او هڅه وکړي د حريف غښتلي اړخونه تر ممکنه بريده خنثي او يا کمزوره کړي.  د پاتي برخي لوستلو ته دا ځای کليک کړئ