کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف له برتانيې په پلټنو کي د مرستي غوښتنه کړې

مشرف له برتانيې په پلټنو کي د مرستي غوښتنه کړې

د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف وايي له برتانيا يې غوښتي دي چې د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژنې په باب تحقيقاتو کې مرسته ورسره وکړي .

د چارشنبې په ورځ ( د جنوري ٢ د مرغومي ١٢ ) ملت ته په يوه وينا کې پرويز مشرف وويل (( ما د برتانيا له لومړي وزير گورډن براون څخه غوښتنه وکړه او هغه مې دا غوښتنه ومنله . ))


د بېنظير بوټو گوند واردمخه دغه غوښتنه کړې وه چې د دې د وژنې په پلټنه کې دې نړيوال ښکېل وي .


پرويز مشرف د بېنظير بوټو له وژنې وروسته د سياسي بيا پخلاينې غوښتنه هم وکړه .


دۀ خبردارى ورکړ چې د بېنظير بوټو له وژنې وروسته روان تاوتريخوالي به نور ونه زغمي .


دۀ زياته کړه يو کميسيون يې جوړ کړى چې د بېنظير بوټو له وژنې وروسته د شوي تاوتريخوالي او د تاوانونو عاملين ومومي .


ولسمشر مشرف وويل دى به د بېنظير بوټو پهپلارني ايالت سند کې د وسله والو کسانو او نورو خلکو له خواناکرارۍ ونه مني .


د پاکستان حکومت وايي د بېنظير بوټو له وژنې راهيسته تاوتريخواليو او ناکراريو کې په سلگونو ميليونه ډالره تاوان وراوښتى دى .