کور / تازه خبرونه / احدي:پر واردو شويو توکو محصول راکموو

احدي:پر واردو شويو توکو محصول راکموو

د افغانستان د ماليې وزير انور الحق احدي نن په کابل کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې د غوړيو پر سر گمرکي محصول يې هم له نيمايي زيات را کم کړى دى .


د ښاغلي احدي په وينا له ځينو هيوادونو سره يې په دى اړه خبرې پيل کړي چې افغانستان ته غله دانه راوليږي .


افغانستان په کال کې ٦ ميليونه ټنه غلې ته اړتيا لري چې سږ کال په دغه هيواد کې پنځه نيم ميليونه ټنه غله دانه توليد شوې .


خو د چارواکو په وينا د توليد شوې غلې ډيره برخه د افغانستان گاونډيو هيوادونو ته قاچاق کيږي چې په دغه هيواد کې د نرخونو د لوړيدو لامل گرځي .