کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان:ټاکني د فبرورۍ تر ۱۸ وځنډېدلې

پاکستان:ټاکني د فبرورۍ تر ۱۸ وځنډېدلې

د پاکستان د انتخاباتو کميسيون اعلان کړى دى چې پارلماني ټاکنې يې ځنډولي دي .
دغه ټاکنې د جنوري په ٨ نېټه کيدونکې وې خو اوس د انتخاباتو کميسيون وايي چې د فبروري په ١٨ نېټه به ترسره کيږي .


د انتخاباتو د کميسيون مشر قاضي محمد فاروق يوۀ خبري کانفرانس ته په اسلام اباد کې وويل دا پريکړه يې د هغو تاوتريخواليو په رڼا کې کړې ده چې په تيرو وروځو کې وليدل شوه .