کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتو پوهنيزه پانګه – علمي سيمينار ( هالنډ)

پښتو پوهنيزه پانګه – علمي سيمينار ( هالنډ)

پښتو پوهنيزه پانګه – علمي سيمينار ( هالنډ)


په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په پام کي لري چي د فبروري د مياشتي پر شپاړسمه نېټه د هالنډ د اوتريخت په ښار کي د ( پښتو پوهنيزه پانګه ) تر سرليک لاندي يو ورځنی علمي سيمينار جوړ کړي .
په دې سيمينار کي به د پښتو ژبي د بېلابېلو علمي څانګو پوهان او ليکوال د پښتو ژبي پر پرون او نن په خپلو علمي او څېړنيزو مقالو کي را سپړي .



که تاسو ددې علمي سيمينار يا موضوع په اړه پوښتني لرئ يا غواړئ په دې سيمينار کي له موږ سره ګډون وکړئ پر دې پته برېښناليک راوليږئ afghaanscvn@gmail.com


د سيمينار پته او دقيق وختونه وروسته اعلانيږي .