کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دشانګهای دهمکارۍ سازمان او د څو قطبي نړۍ لپاره (1)

دشانګهای دهمکارۍ سازمان او د څو قطبي نړۍ لپاره (1)

 د زبرځواکونو هلې ځلې 



لومړۍ برخه

له هغه وخت راهيسې ، چې د شوروي پخوانۍ امپراتوري ونړېده ، نړۍ د امريکې له برلاسۍ او واکمنۍ سره عملاً يو قطبي شوه . تاريخي تجربو ښودلې ، چې هر کله په نړۍ کې  دځواکونوتوازن له منځه تللی نو درنې جګړې پېښې شوي ، يو شمېر ولسونو خپلې خپلواکۍ له لاسه ورکړي او يو شمېر سيمې په ژورو کړکېچونو کې ښکېل شوې دي  . که څه هم امريکا له نازي جرمني ، فاشېستي اېټاليااو ملېټارېستي جاپان سره توپير لري او ظاهراً يې د دموکراسۍ جنډه پورته کړې ، خو سره له دې په يو شمېرمهمو نړيوالو مسايلو کې  د امريکې د يو اړخيزوپرېکړو له امله يو شمېر سيمه ييز او نړيوال کړکېچونه  رامنځته شوې دي . زما په اند د اقتصادي سياليو تر څنګ د دغو کړکېچونو يو غټ لامل دا هم دی ، چې د سره خطر( کمونيزم ) تر ماتې وروسته امريکې او ناټو پرېکړه وکړه ،چې دشنه خطر( اسلامي بنسټپالنې ) جرړې هم يوازې دزور له لارې وباسي او په دې توګه يې هغه سيمې چې سيکولر نظامونه درلودل هم د اسلامي بنسټپالنې په ځالو واوړول . له بده مرغه له شمالي افريقې څخه نيولې تر اندونيزيا پورې سيمې او په هغو کې په ځانګړې توګه افغانستان د دغو کړکېچونو لوی قرباني دی .


د پخواني شوروي امپراتورۍ له ړنګېدو سره امريکې او ناټو نه يوازې هڅه وکړه د شوروي پخواني اقمار تر خپلې ولکې لاندې راولي ، بلکې هڅه يې کوله د شوروي پخواني جمهوريتونه هم ترخپلې اغېزې راولي او له ځان سره يې مل کړي او دهغوی له ډلې څخه په لومړي پړاوکې ازبکستان او قزاقستان ته په ناټو کې د غړيتوب له ورکړې سره د روسيې چاپېره د ناټو يو کمر بند راتاو کړي .


داسې ښکارېده ، چې روسيې نه يوازې خپل پخواني جمهوريتونه له لاسه ورکړي ، بلکې د روسيې له اډانې څخه به د چېچن ، انګوشيتا اوقفقاز په څېر يو شمېر سيمې هم ورو ورو بېلې شي او په دې توګه به روسيه په نړيوالو لوبو کې په يوه کمزوري او غير مهم عنصر بدله شي  . د شلمې پېړۍ په وروستي کال د امريکې په کانګرس کې د بهرنيو چارو جرګه ګۍ خپل حکومت ته خبرداری ورکړ ، چې منځنۍ اسيا به د انرژي له مخې د يوويشتمې پېړۍ  ډېره مهمه سيمه وګرځي . د جرګه ګۍ په وينا روسيه ، جاپان ، چين ، هند ، تر کيه او حتی ايران وار دمخه سيمې ته رسيدلي او هر يو يې هڅه کوي دسيمې په غنايمو کې د زمري برخه تر لاسه کړي . که څه هم امريکې په اذربايجان او ګرجستان کې خپلې پښې ټينګې کړي وې ، خو د سپټمبر له يولسمې سره دا زمينه ورته برابره شوه ، چې له پاکستان څخه نيولې تر قرغېزستان پورې پوځي اډې جوړې کړي . د شوروي پخوانيو جمهوريتونو چې په پيل کې د روسيې له بيا ځلي استيلا او همداراز په افغانستان کې له خپرېدونکي طالبيزم څخه وېرېدل ، لويديځوالو ته په خلاصه غيږ ښه راغلاست ووايه ، خو کله چې په روسيه کې د (KGB)پخوانی کارکوونکی ولاديمير پوتين واک ته ورسېد او په يو شمېر هېوادونو لکه آذربايجان ، ګرجستان او اوکراين کې لوېديځ هڅه وکړه د دموکراسۍ په نامه د پخوانيو رژيمونو د بدلون ملاتړ وکړي ، يورېشيا کې جيو پولېټيک جريان په بدليدو شو .


ولاديمير پوتين هڅه پيل کړه ، چې د روسيې له لاسه تللی برم او حيثيت بيا راژوندی کړي . تر ټولو د مخه يې د کور د ننه د بېلتون پالنې بلوا په سختۍ وځپله او له لاسه تللی چېچن يې بېرته تر لاسه کړ ، ورپسې يې د امريکې په وړاندې د يو نوي قطب او نظامي بلاک د رامنځته کولو هڅې پيل کړې . تر دې د مخه اروپايي اتحاديې ته د امريکې په وړاندې د يوه بالقوه راتلونکي سيال په سترګه کتل کېدل ، ځکه چې په يو شمېر مسايلو کې يې ګټو له امريکې سره ټکر درلود . په ځانګړې توګه داسې فکر کېده چې د( ګېرهارډ شرودر ) په مشرۍ جرمني اود ( ژاک شېراک ) په مشرۍ فرانسه هڅه کوي له روسيې سره خپلې ګټې همغږي کړي او د امريکې ډېکټې نور په پټو سترګو ونه مني او په همدې دليل يې د عراق په جګړه کې هم د امريکې له غوښتنو تر ډېره حده سرغړاوی وکړ . داسې فکر کېده چې د اروپايي اتحاد پوځي ځواک به د ناټو ځای ونيسي او جلا پاليسي به خپله کړي . په سوداګريزواواقتصادي برخو کې هم امريکې او اروپايي اتحاديې متضادې ګټې درلودې ،يوازې انګلستان هڅه کوله له امريکې سره خپلې نږدې اړيکې وساتي او په همدې دليل اروپايي اتحاد ته په احتياط سره ورنږدې کېده ، تر دې چې تر ننه پورې يې  ويزه او پيسه ترې جلا دي . امريکې د جرمني او فرانسې په وړاندې د ختيځې اروپا له نويو آزاد شويو هېوادو سره اړيکې نږدې کړې او يو ځل خو امريکې د نوي او زړې اروپا دخبرې په مطرح کولو سره جرمني او فرانسه د زړې اروپا په توګه غير مهم وګڼل . خو سره له ټولو بېلتونونو او جلا والي د سپټمبر تر يولسمې او پر عراق تر بريد وروسته ناټو ، اروپايي اتحاديه او امريکا اړ شول د ګډ ګواښ په وړاندې په ګډه عمليات وکړي او په دغو برخو کې ګډ دريځ غوره کړي . کله چې القاعدې اروپايي اتحاد ته هم د امريکې د ملګري په توګه د دښمن  په سترګه وکتل د دوی دريځونه نور هم سره نږدې شول . په دې وروستيو کې په جرمني کې د ( انګېلا مېرکل ) او په فرانسه کې د ( سارکوزي ) په مشرۍ د نويو حکومتونو په راتګ سره د اروپايي اتحاديې امريکايي ضد سياستونه تر ډېرې اندازې په بدليدو ښکاري او داسې نه ښکاري ، چې اروپايي اتحاديه به د امريکې په وړاندې د يو مخالف قطب او سياسي سيال په توګه ګامونه اوچت کړي .


له قراينو څخه ښکاري ، چې د لوبو ډګر منځنی ختيځ ا و منځنۍ آسيا ته راانتقال شوی وي . له منځنۍ آسيا سره د امريکې لېوالتيا ورځ په ورځ زياتيږي او هڅه کوي په سيمه کې پخې اډې تر لاسه کړي . څه موده وړاندې د امريکې حکومت د يو شمېر سياستوالو په ځانګړې توګه د دفاع  پخواني وزير رېچارډ ارميټاژ له خوا تر نيوکې راغی ، چې اسيا يې د روسيې او چين په ګټه هېره کړې . کانډوليزا رايس دغه نيوکې ردکړې او ويې ويل : « امريکا د آسيا له مسايلو سره ډېره کلکه علاقمندي لري . آمريکا له جاپان جنوبي کوريا ، آسټراليا، نوی زيلنډ سره ښې اړيکې لري او له چين سره هم تر ټولو پخوانيو امريکايي ادارو ټينګ اړيکي لري . همداراز موږ له آسيان او اوپيک سره خپل اقتصادي او امنيتي اړيکي لا پراخوو . » (۱ )


د شنونکو له نظره منځنی آسيا به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ يوه ډېره مهمه سيمه وګرځي . د نړۍ نږدې  ۱۰ په سلو کې د تېلو زېرمې ،  څه باندې درېيمه برخه يورانيم او د ګازو ډېرو لويې زېرمې دغه سيمې ته د انرژۍ له مخې ځانګړی اهميت وربښي  . د دې تر څنګ منځنۍ آسيا په سيمه کې مهم ترانزيتي او ستراتېژيک ارزښت لري . د روسيې جيو پولېټيک شنونکی ( واديم څېمبورسکي ) په نظر : « پر دغه سيمه باندې کنټرول يوه هېواد ته دا امکان ورپه برخه کوي ، چې په عين وخت کې په روسيه باندې د سايبريا د ترانسپورت په برخه کې اغېز پرېباسي ، پر هند باندې د کشمير له لوري ، پر ايران باندې د شمالي ترکي ولايتونو ، پر چين باندې د سينکيانګ ، اويغور سيمې ، تبت او حتی منګوليا له لارې تاثير واچوي . له دې امله پر قزاقستان او مرکزي آسيا باندې کنټرول د امريکې اومتحدينو د نړيوالې هژمونۍ لپاره ډېر ارزښت لري . » (۲)


په دې توګه ويلی شو، چې د نړۍ د زبر ځواکونو او سيمه ييزو ځواکونو له نظره د منځنۍ آسيا اهميت پټ نه دی او ټولو پر دغه سيمه د ولکې لپاره خپلې سيالۍ پيل کړي .


امريکا علاقه لري د قزاقستان په ګډون دغې سيمې ته لويه مرکزي آسيا ووايي او هڅه کوي له افغانستان څخه د امريکې په ملاتړ نويو زېږېدلو هېوادو ته بېلګه يي دموکراسي او پرمختګ د هڅوونکي په توګه وړاندې کړي . لويه مرکزي آسيا به د امريکې لپاره ډېره مهمه وي ، خو د روسيې د بهرني سياست لپاره دا سيمه کليدي ارزښت لري او له قزاقستان سره اړيکي خو بيا دروسيې په اقتصادي راتلونکي ، سياسي ثبات او حتی ځمکنۍ بشپړتيا کې مهمه ونډه لري .


چين هم په منځنۍ آسيا کې د لوبو پر يوه مهم لوبغاړي بدل شوی . له هغې ورځې چې د « دون شاوپېنګ » له سمونونوسره چين د خپل ډېکتاتوري نظام او خپلو سياسي ارزښتونو له ساتلو سره د آزاد بازار پر لوري ګامونه اخېستي  ، په اقتصادي لحاظ يې ډېره چټکه وده کړې او لا يې هم اقتصاد په اوسط توګه د کال 10٪ وده کوي . دوګړو د نفوس له مخې دغه 1.3 مېلياردي هېواد له خپلې چټکې ودې سره امريکا ، روسيه ، اروپايي اتحاد او هند وارخطا کړي دي . همدغه هېوادونه که له يوې خوا هڅه کوي د چين د ودې له احتمالي زيانونو څخه ځان وساتي په عين وخت کې هڅه کوي د يوه مهم تجارتي بازار په توګه ښه اړيکي هم ورسره وساتي . خو په خپله چين د خپلې چټکې ودې لپاره د خپلو مالونو د بازار تر څنګ دسون انرژۍ ته ډېره اړتيا لري او دغه اړتيا ورځ په ورځ نوره هم زياتيږي . همدااوس چين تر امريکې وروسته د انرژۍ دويم درجه لوی مصرفوونکی هېواد دی . انرژي ته اړتيا اوورسره له خپلو شمالي او شمال ختيځو پولو څخه د بې ثباتۍ وېرې چين اړ اېستلی چې منځنۍ آسيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي .


د چين او روسيې همدغو اړتياوو او لېوالتياوو دوی په 1996 کې له قزاقستان ، قرغېزستان او تاجېکستان سره د (Shanghai-5)په نامه تړون کې سره يو ځای کړ ل. کله چې په 2001 کې ازبکستان هم له دغه تړون سره يوځای شو نو يې نوم Shanghai Cooperation Organization( د شانګهای د همکارۍ سازمان ) باندې واوښت  .


د شانګهای د همکارۍ سازمان : د شانګهای اوسنی سازمان له خپلو شپږو غړو سره په 2001 زکې رامنځته شو . دغه سازمان چې د روسيې او چين او د پخواني شوروي د څلورو جمهوريتونو د ګټو له همغږۍ او د امريکې او بروکسل( ناټو او اروپايي اتحاديه ) د نفوذ دمخنيوي په موخه رامنځته شوی ، په پيل کې چندان اهميت نه درلود ، ځکه دشوروي پخوانيو جمهوريتونو هڅه کوله په خپل بهرني سياست کې بې طرفي او څو اړخيز اړيکي وپالي . خو کله چې د امريکې په ملاتړ په اوکراين ، ګرجستان او آذربايجان کې لوېديځ پلوه حکومتونه رامنځته شول ، د منځنۍ آسيا د جمهوريتونو ، چې ډېکتاتوري نظامونه لري ، علاقمندي د شانګهای له سازمان سره زياته شوه . دوی په خپلو بهرنيو سياستونوکې بيا کتنه وکړه او د شانګهای د اغېزمنو فعاليتونو لپاره يې لاره اواره کړه . په دغه بدلون کې د ازبکستان ولسمشراسلام کريموف اساسي ونډه درلوده . کله چې کريموف د 2005 زکال د می 14-13 کې په انديجان کې اسلامپاله مخالفين په کلکه وټکول او يو زيات شمېر بې وسلې مظاهره چيان يې ووژل ، لوېديځو هېوادونو کلکې نيوکې ورباندې وکړې ، خو کله چې د شانګهای له غړو هېوادونو څخه وغوښتل شول ، چې د انديجان وژنې وغندي ، هغوی وويل ، چې دا دازبکستان کورنۍ موضوع ده او دوی د يوبل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي . له دغې نېټې وروسته دغو هېوادونو چې ډېکتاتوري نظامونه په کې واکمن وو ، د لوېديځ په وړاندې خپلو سياستونو ته بدلون ورکړ او له روسيې او چين سره يې د نږدې اړيکو خواته تمايل زيات شو . د شانګهای د غړو هېوادونو مشران هرکال يو ځلې په نوبتي توګه د يوه هېواد په پلازمېينه کې سره غونډيږي . په قرغېزستان کې د  ( کورمانبېک باقيېف ) په مشرۍ دنوي حکومت (2004 ز)  تر رامنځته کېدو او په ازبکستان کې د انديجان تر پېښو( 2005ز ) وروسته ، چې د لوېديځو هېوادونو د سختو نيوکو هدف وګرځېدې ، دچين او روسيې مشرانو يوه مهمه ناسته درلوده . په دغه ناسته کې د شانګهای دسازمان د جيو پولېټيک اغېز د پراخولو په برخه کې ډېر پر مختګ وشو . دواړو مشرانو د امريکې د نفوذ د مخنيوي په موخه د « نوي نړيوال نظم » تر سرليک يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يې د نړيوالو چارو انحصار او په نړۍ کې د مشرانو او پيروانو تر منځ د وېش هڅه د هرچا له خوا چې وي او يا دا چې څوک هڅه وکړي د ټولنيز پرمختګ خپل ماډل پر نورو هېوادونو وتپي ، وغندل . په اعلاميه کې له امريکې څخه په ازبکستان او قرغېزستان کې د امريکايي پوځي اډو د تړل کېدو مهال وېش وغوښتل شو او دا غوښتنه هم وشوه ، چې د ازبکستان د خان آباد او قرشي له پوځي اډو څخه بايد دافغانستان تر عملياتو پرته نوره استفاده ونه شي .


تر اعلاميې وروسته ازبکستان عملاً له خان آباد او قرشي پوځي اډو څخه امريکايي پوځيان وايستل او ورپسې د قرغېزستان ولس مشر باقيېف اعلان وکړ ، چې د ( Manas ) د هوايي اډې کلنۍ بيه به له 2.7 مېليون څخه 200 مېليون ډالرو ته پورته کړي ، حال دا چې د مناس په ګاونډ يوه بله اډه کې روسانو ته په وړيا توګه اډه ورکړل شوې ده . په څرګنده توګه معلوميږي ، چې د باقيېف هدف اقتصادي ګټه نه بلکې د امريکايانو ايستل دي .


که څه هم په 2001 کې دشانګهای سازمان ظاهراً د دريو شرارتونو يا بدګړو يعنې بېلتون پالنې  (Separatsim) ، ترهګرۍ (Terorism) او بنسټپالنې (Fundamentalism) سره د مبارزې او ورسره د اقتصادي همکارۍ په موخه رامنځته شو ، خو داسې ښکاري چې سازمان ورو ورو  د امريکې لپاره د يوه ګواښ او د ناټو په وړاندې د يوه سيال په توګه سر راپورته کوي . د شانګهای موخې ورور ورو پراخيږي ، دوی اوس له پورتنيو موخو سربېره په منځنۍ اسيا کې  دسولې او ثبات ، د ملګرو ملتونو د رول پياوړتيا ، د امنيت شورا له پرېکړې پرته د زورکارولو مخنيوی ، په نړۍ کې له سولې دفاع او د نوي عادلانه نړيوال سياسي او اقتصادي نظم د ايجادولو خبرې هم کوي . (۳)


داسې ښکاري ، چې  د شانګهای سازمان په ښکاره له امريکې سره د مقابلې په لور روان دی . د سازمان غړو هېوادونو په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړ ، چې نه ښايي له هغو تاريخي توپيرونو څخه ، چې د کلتوري دودونو ، سياسي سېسټمونو ، ټولنيزو ارزښتونو او د واکمنۍ د موډلونو په برخه کې رامنځته شوي دنورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې د پلمې په توګه استفاده وشي . د شانګهای غړي هېوادونه په څرګنده توګه وايي ، چې غواړي يو نوی نړيوال نظم رامنځته کړي . د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير ( ژومرات توکايېف )  هيله څرګندوي ، چې : « د شانګهای د همکارۍ سازمان به ډېر ژر د نوي نړيوال نظم  يوه برخه وګرځي . »


اوس به وګورو ، چې د شانګهای سازمان د امريکې لپاره څومره جدي سيال ګڼل کېدای شي او رښتيا به وکولای شي نوی نړيوال نظم رامنځته کړي ؟


د ناټو او امريکې د سيال په توګه : ( Sanghai Cooperation Organization  ) SCO


د شانګهای غړي هېوادونه او ناظرين يې ، چې دغړيتوب بالقوه کانديدان دي ، همدااوس د نړۍ 44 ٪ نفوس ، 18 ٪ پوځي ځواکونه ، 23 ٪ د تېلو تثبيت شوي زېرمې او د طبيعي ګازو ډېرې لويې ساحې يا ميدانونه اداره کوي .


د يوه نوي بلاک په توګه د شانګهای سازمان لومړی دچين او روسيې په ګټه د جاپان ، هند جرمني او برازيل د هغو هڅو مخالفت وکړ ، چې غوښتل يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي زيات شي . داسې هڅه روانه وه ، چې له هرې لويې وچې څخه د امنيت شورا ته يويوغړی ورزيات شي ، چې په دې لړ کې برازيل ، هند ، جاپان ، جرمني ، جنوبي افريقا اويو شمېرنورهېوادونه کانديدان وو  . له دغه مخالفت سره سره هند هڅه وکړه د پاکستان ، منګوليا او ايران تر څنګ د شانګهای په سرمشريزه غونډه کې د ناظر په توګه ومنل شي او بريالی هم شو ، چې دا په خپله د دغه سازمان د زياتيدونکي اهميت څرګندونه کوي . همدغه سازمان په 2006 زکې دناظر غړيتوب لپاره د امريکې غوښتنه رد کړه ، حال دا چې پاکستان ، منګوليا ، او ايران په 2005 زکې دا حق ترلاسه کړی او سريلانکا ، بنګلادېش او نيپال هم په کتار کې ولاوړ وو  .که څه هم امريکې له يو شمېر نړيوالواو سيمه ييزوسازمانونو څخه ، لکه د جنايتونو نړيواله محکمه ( ICC) ، د بشري حقونو شورا ( HRC ) او …څخه ځان څنډې ته ساتلی  خو له شانګهای څخه د غړيتوب غوښتنه له دغه سازمان سره د امريکې جدي علاقمندي څرګندوي .


د شانګهای د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ له ترهګرۍ ، بنسټپالنې ، بېلتون پالنې او مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې په نامه پوځي همکاري ورځ په ورځ زياتيږي او سازمان ورو ورو د يوه دفاعي تړون بڼه غوره کوي .  داسې پتيل شوې ، چې د سازمان دفاعي وزيران به په منظمه توګه سره ګوري . په 2004 کال کې د روسيې او چين دفاع وزيران موافقې ته ورسېدل ، چې په 2005 کې به په چين کې ګډ پوځي تمرينات ترسره کوي . دا تمرينات ډېر لوی او مهم  وو  او 10000کسانو برخه په کې اخېستې وه . د تمريناتو موخه هم تر هغه څه ، چې ظاهراً مطبوعاتو ته ويل شوي و ، ډېره مهمه ښکارېده . په دغو تمريناتو کې ځمکنيو ، هوايي او سمندري ځواکونو برخه اخېستې وه او تر تمريناتو وروسته روسيې موافقه وکړه ، چې پر چين د ( ۳TU-22 M  بېک فايرډوله) او (TU-95  بېيرډوله ) بم غورځونکې پرمختللې  الوتکې وپلوري . په دې توګه به چين د لومړي ځل لپاره داسې قاره مزلي الوتکې تر لاسه کړي ، چې کولای شي د اتومي مردکيو توغندي وتوغوي . تر دې دمخه دشانګهای غړو هېوادونو په 2003 کې په قزاقستان کې هم ګډ پوځي تمرينات تر سره کړي وو . د روان کال ( 2007 ) د اګسټ پر څلورمه نېټه چين اوروسيې په مسکو کې د ترهګرۍ ضد تمرينونه ، چې ( دوستي 2007 ) نومول شوي وو ، تر سره کړل . (۴) ورپسې د اګسټ پر 16 د قزاقستان په مرکز آستانه کې د شانګهای سرمشريزه غونډه وشوه . سرمشريزې پر داسې مسايلو لکه ترهګري ، د مخدره موادو قاچاق او د امنيت او انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريوپه اړه خبرې وکړې . تر غونډې وروسته ګډون کوونکي د روسيې د ( چليابينسک ) ښار ته د ګډو پوځي مانورو د ليدو لپاره لاړل . په دغو پوځي مانورو کې ، چې د شانګهای سازمان تر ټولو لويې مانورې وې ، 2000 روسي سرتېرو ، 1600 چيني سرتېرواو له نورو څلورو غړو هېوادو څخه هم يو شمېر سرتېرو ګډون درلود . (۵)په پوځي برخه کې له دغې زياتيدونکې همکارۍ څخه څرګنديږي ، چې   دشانګهای سازمان غواړي ديوه جدي نړيوال ځواک په توګه مطرح شي .


د پوځي همکارۍ تر څنګ دشانګهای د غړو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکارۍ ډېر ارزښت موندلی او ښايي اساساً  د  سازمان د جوړېدو انګېزه هم په سيمه کې د انرژۍ د غني زېرمو موجوديت وي . د آستانه په سرمشريزه کې همدغه د انرژۍ پر موضوع ډېر فوکس وشو . د تېلو د دوه بډايو هېوادونو ( روسيه او قزاقستان ) مشرانو ولادېمير پوتين او نور سلطان نظر بايېف د غړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ په برخه کې د پراخو اړيکو غوښتنه وکړه .نظربايېف وويل ، چې د روسيې قزاقستان ، مرکزي آسيا او چين تر منځ د پايپ لاين شبکه د انرژۍ د يوه ګډ مارکېټ په توګه غوره خدمت کولای شي . ولادېمير پوتين بيا دغسې شبکې ته د ( انرژۍ کلوب ) نوم ورکړ او ورسره يې د تجارت او د اړيکو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د ګډو انستيتونود جوړېدو غوښتنه وکړه . پوتين په غير مستقيم خو څرګندو ټکو کې وويل ، چې: «  بايد يوه څو قطبي نړۍ رامنځته شي …څو قطبي سېسټم به ټولو هېوادنو لپاره د امنيت او ودې مساوي امکانات برابر کړي … له نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو سره په يوازې سر چلند راتلونکې نه لري . » (۶)


شنونکي په دې عقيده دي ، چې که د انرژۍ دا کلوب ياشبکه  جوړه شي ، نو په حقيقت کې به دا د اوپېک په څېر يو بل سازمان وي ، خو له پوځي ځواک او ګواښ سره مل يا په بل عبارت دا به اتومي بم لرونکی اوپېک وي ، چې کولای به شي د وسلې او انرژۍ له دواړو ګواښونو څخه کار واخلي . له غړو يا ناظرو هېوادونو څخه د دې ډول ګواښونو بېلګې لا دمخه ليدل شوي . د بېلګې په توګه ايران ګواښ کړی و ، چې که امريکه پر دوی بريد وکړي نو دوی به د فارس په خليج کې د( هرمز )تنګه د تېل وړونکو کشتيو پرمخ وتړي . همداراز کله چې په اوکراين کې لويديځ پلوه حکومت رامنځته شو نو روسيې پر اوکراين د ګازو بيه څلور چنده کړه او ، چې اوکراين ونه منله نو يې ګاز پرې بند کړل . څرنګه ، چې له اوکراين څخه يو شمېر اروپايي هېوادوته هم د ګازو نلليکې غځېدلي نو پر هغو هم ګاز ودرېدل او اروپا يې د ګازو له بحران سره مخ کړه . ځيني اروپايي هېوادونه د همدغه بحران له امله روسيې ته د انرژۍ د يوه نامطمنه بازار په سترګه ګوري .


ايران ډېر لېواله دی ، چې د شانګهای غړيتوب تر لاسه کړي او له شانګهای څخه اوپېک ډوله سازمان رامنځته کړي او په دې توګه وکولای شي نړۍ ته د تېلو او ګازو د بيې په ټاکنه کې لوی لاس ولري . ايران تمه درلوده چې د ۱۳۸۵کال تر پايه يې د تېلو عايدات له 40 څخه 60 مېليارد ډالرو ته ورسيږي . دا کار ځکه ممکن دی ، چې يوازې په تېرو 18 مياشتو کې د تېلو بيه په يوه بېرل کې له 40 څخه 70 ډالروته ورسېده .


امريکه د ايران له دغو هڅو څخه اندېښمنه ده . يو ځلې د امريکې پخواني دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ وويل ، چې زما لپاره ډېره عجيبه ايسي ، هغه سازمان ته چې له ترهګرۍ سره مبارزه خپله مهمه موخه ګڼي ، داسې يو څوک راوستل شي ، چې په خپله د نړۍ مخکښه ترهګر هېواد دی .


له بلې خوا د ايران د تېلو او ګازو غني زېرمې د شانګهای د سازمان لپاره د ځانګړې  پاملرنې وړ دي . ايران تر روسيې وروسته په دوهمه درجه کې د ګازو لويې زېرمې لري ،په نړۍ کې د تېلو د توليدله مخې څلورم ځای او په اوپېک کې د 132 مېليارد بېرل تېلو په درلودلو سره دوهم ځای لري .


روسيه  لېواله ده ، چې ايران ته د شانګهای په سازمان کې غړيتوب ورکړي ، خو چين په دې برخه کې زړه نازړه دی . داسې فکر کيږي ، چې روسيه د شانګهای له سازمان سره د امريکايي نفوذ د مخنيوي په موخه د وارسا د ځای ناستي او توګه د يوه نوي بلاک په توګه ډېره علاقه لري ، خو چين بيا دهغې د انرژۍ غني زېرموته سترګې نيولې او هڅه کوي ، چې ځان له امريکې سره ډېر مخامخ نه کړي . شانګهای سازمان ته په واقعيت کې د روسيې او چين د پوځي او اقتصادي همکارۍ د تړون په سترګه کتل کيږي ، خو روسيه او چين هم د ګډوګټو تر څنګ متضادې موخې او سياستونه لري او ځينی داسې خپل منځي ستونزې هم لري ، چې د دوی د بې باورۍ  لامل ګرځي .


لومړی به د يوه زبر ځواک په توګه چين ته د شانګهای د سازمان د ننه او له هغې بهر يوه لنډه کتنه وکړو :


پاتې په دوهمه برخه کي