کور / تازه خبرونه / زابل: ماين د يو ساختماني شرکت ۲ تنه ژوبل او ۴ وژل

زابل: ماين د يو ساختماني شرکت ۲ تنه ژوبل او ۴ وژل

په زابل کی دسړک دغاړی دماین په یوه چاودنه کی دیو ساختماني شرکت څلورساتونکی وژل شوی اودوه نور یی ژوبل دی .
دزابل امنیتي چارواکی وایی تیره ورځ ناوخته دزابل دشاجوۍ ولسوالۍ اړوند دبازرګانو په سیمه کی دسړک دغاړی دماین په چاودنه کی دیوساختماني شرکت څلورساتونکی وژل شوي اودوه نورژوبل دی .
دزابل دوالي ویاند ګلاب شاه علي خیل دجمه په ورځ لراوبر ته وویل دپیښه ورسته پلټني پیل شوی چی دده په وینا تردامهاله دپیښه سره دتړاو په تور څوک نه د ی نیول شوی
نوموړی زیاتوی چی ټپیانویی دزابل مرکزي روغتون ته انتقال کړی چی دده په خبره روغتیایی حالت یی دډاډ وړ دی .
دوسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ددي برید مسولیت پرغاړه اخلي نوموړی وایی په چاودنه کی یی یو موټر ویجاړ کړی اوپکی سپاره څلورساتونکی یی وژلي دي .

دیادونی وړده چی شاجوۍ دزابل ختیځ لورته پرته ناارامه ولسوالۍ چی اکثره مهال تري دتواوتریخوالي خبرونه خپریږي .