کور / تازه خبرونه / ایران کې ټولټاکنې کیږي

ایران کې ټولټاکنې کیږي

ایران هیواد کې نن د ولسمشر د ټاکنې په موخه د هیواد په تاریخ کې د لسم ځل دپاره د ولسمشر ټاکنه د خلقو د رایو په واسطه کیږي ـ نن د جمعې د سحره په شورو شویو انتخاباتو کې اولسي خلق په لوي شمېر کې ګډون کوي ـ نن سحر ایراني ځوانانو او جونو د خپلې خپلې خوښې د کاندیدانو په حق کې غونډې وکړې ـ 

د ایران په اوسنيوټاکنو د ولسمشرۍ دپاره لس کاندیدان ځانونه کاندید کړي دي خو د شنونکو په آند اصلي مقابله د ولسمشر احمدي نژاد او مخکني صدراعظم میر موسوي ترمینځ ده ـ میر مسوي د خپلو انتخاباتي ویناو په مهال ژمنه کړې ده چې د بریالیتوب په صورت کې به د هیواد بهرنۍ تګلاره کې  نرمي راولي او د امریکاولسمشر اوبامه سره به هم ګوري

د ایران د ټولټاکنو په قانون کې هر هغه کاندید بریالی ګمارل کیږي چې د لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایي وګټي ، او که هیڅ یو کاندید هم دغه فیصدي ترلاسه نه کړي نو یوه اونۍ روسته به د زیاتو رایو ګټونکودوه کاندیدانو ترمینځ به ختمي او اخري مقابه کیږي