د نو ښار په يوه جومات كي ځانمرګى بريد سوى چي له امله يې د جومات ودانۍ نړېدلې ده
نن د جمعې د لمانځه پر وخت د شمالي پښتونخوا د نوښار په يوه جومات كي ځانمرګى بريد سوى چي له امله يې د جومات ودانۍ نړېدلې او يو شمېر كسان په كي ټپي سوي دي
ژوبل سوي كسان روغتون ته وړل سوي چي د ډېرو په كي روغتايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى دى د كوم له كبله چي د مرګونو د رامنځ ته كېدو وېره ده