کور / تازه خبرونه / لاهور : جومات ته نژدې چاودنه ،د سوات د عملياتو پلوي مړ

لاهور : جومات ته نژدې چاودنه ،د سوات د عملياتو پلوي مړ

د پنجاب ايالت د لاهور په ښار كي چاودنه سوې چي له امله يې يو تن مړ او څو نور ټپيان سوي دي

نن د جمعې تر لمانځه لږ وروسته د لاهور ښار د ګړهي شاهو په سيمه كي يوه جومات ته نژدې په يوه ودانۍ كي درنه چاودنه سوې ده

د رامنځ ته سوي چاودني له امله د يوه سيمه ايز تنظيم د مشر د وژل كېدو تر څنګ څو نور كسان ټپي سوي دي

د چاودني د زور له امله د نژدې ودانيو ښيښې ماتي سوي اود زياتره ودانيو دېوالونو ته يې زيان رسولى دى

وژل سوى كس سرفراز نعيمي نوميږي او په هكله يې دا ويل سوي چي ګواكي نوموړي په سوات كي د پوځي عملياتو څخه ملاتړ اعلان كړى و

چاودنه د ځانمرګي بريد رنګه ښكاري خو د دولت له اړخه يې تر اوسه د ځانمرګي بريد په توګه پخلى نه دى سوى