کور / تازه خبرونه / نيمروز: بيا هم يوې ښوونځيۍ ته اور ورته كړائ شو

نيمروز: بيا هم يوې ښوونځيۍ ته اور ورته كړائ شو

د پوهنې دښمنانو د خپلو جنايتونو په دوام سره تيره شپه هم په نيمروز ولايت كې يو ښوونځۍ وسوځولو چې له امله يې ۲۱۵ تنه زده كونكي له زدكړې بې برخې شول.

 تخريبكاره عناصرو د ۱۳۸۸ د غبرګولي د درويشتمي په شپه د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ كې د رضا افغاني پر ښوونځي يرغل وكړ او د يوې تحويل خانې په ګډون يې دوې درسي خونې له اداري وسائلو، اسنادو خيمو او يو شمير كتابونو سره وسوځولې.

 د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې پر ښوونكو، د ښوونځيو پر زده كونكو او پوهنې په تاْسيساتو باندې هرډول تروريستي او تخريبي يرغلونه په كلكه غندي، له امنيتي ځواكونو هم په كلكه غوښتنه كوي چې د داډول كړنو عاملين وپيژني او قانون ته يې وسپاري.

 د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د هيواد په ګوټ ګوټ كې له ټولو درنو هيوادوالو غوښتنه كوي څو له ښوونكو، زده كونكو او پوهنې له تاْ سيساتو په سر او مال ساتنه وكړي او هيڅوك پرينږدي چې له تعليم څخه يې ماشومان بې برخې كړي.