کور / راپور / ( B52 ) د کابل يون ليک ( لومړۍ برخه)

( B52 ) د کابل يون ليک ( لومړۍ برخه)

د ښاغلي احمدشا بهاند د ښکلا مجلې په پرله پسې ۲۹مه ګڼه کي په تيروتنه د شريف بهاند په نوم خپره سوې ده .


ليکوال او ايکټر ښاغلی احمدشا بهاند


B 52


امريکايي B ۵۲ ډوله الوتکو عجبې چارې وکړي. يو خو يې د طالبانو لمن له کابل نه ور ټوله غوندې کړه، بل يې کابل ميشتي بيا له باران نه ناوې لاندې کينول. هغه داسي چې د افغانستان د خلکو قاتلينو ته يې د واک چارې ور وسپارلې.



واي [وږي مړيږي خو روږدي نه].هغوى چې د افغانستان په ټول تاريخ کې[ نورو ګټلي او دوى په تياره څټلي ]يو ځل بيا د واک په ګدي کينول، چې دا چاره يو ځل بيا دB52 ډوله جوړونکو  تيروتنه  او بي پروايې زموږ دهيواد او ولس په برخه کې څرګندوي .خو خير ډيره د واري چاره يې دا وه، چې افغانستان ته دالوتکو په الوتولو او راالوتولو بنديزونه لري شول او ورسره جوخت زموږ د هيوادوالو د تګ راتګ لړۍ پيل شوه .


 ما هم له ديارلسو کلونو جلا وطني وروسته دخپل ګران ټاټوبي، افغانستان او خپلې کورنۍ ليدو ته زړه ښه کړ. خپله کور ودانه او لور مي له ځان سره ملې  او  هيواد ته د تلو په موخه دجرمني د فرانکفورټ د ښار خوا ته  وخوځيدو . زما هسي هم په الوتکه کې سفر نه خوښيږي او هغه هم چې دومره لري او اوږد سفر وي. خو د هيواد او کورنۍسره ميني په دې خوښۍ او نه خوښۍ سيوري غوړولئ و .


 په الوتکه کې مې يو ښه په اوږو پلن سړي څنګ ته ناست و، وروسته له ستړي مشي مو ديو بل دپيژندو هڅه وکړه . ما ځان وروپيژاند. زه احمد نوميږم او د کابل اوسيدونکي يم. ده هم خپل نوم کوم شي وښود خو د ده دالقابو او رتبو د ډيروالي له امله مې يې  نوم هير دئ. خو حاجي، مجاهد، قوماندان او پوځي رتبه مې  يي اوس هم په ياد ده.


په رتبه ډګرمن و اوويل يي چي د کورنيو چارو په وزارت کې  دنده لري . ده ځان راوپيژاند او بې له ځنډه يې له ما نه وپوښتل، لکه چې د اروپا په چکر تللي وي؟  بې له دې چې زما ځواب ته غوږ شي، زياته يې کړه، ياره عجيبه ملک دئ، عجيبه ښارونه يې دي، ډگرمن صاحب اروپا يو ملک باله او ور سره يې دخپلې سوداگرۍپه هکله، چې د غاليو راوړل اروپا ته او له اروپا څخه افغانستان ته د موټرو  ليږدول و، وغږيد.


د ډيرو ګټو زيري يې وکړ او  ور سره يې زموږ په سر پورې د را ځوړند مونيتور د مالوماتو پيرزوينه هم راباندې کوله او ويل يې، چې اوس د پلانکي ملک په سر رسيدلي يو او بيا يې دهغه هيواد په هکله مالومات راکول ، ده دمونيتور د مالوماتو له مخي  له الوتکي بهر دسړو اندازه منفي ۵۰ ښوده او زه يې پدې ملامت کړم، چې ولي په ژمي کې اروپا ته راغلي يم او په اوړي کې نه. ؟ دئ دلغمان دهغو اوسيدونکو نه و، چې د پښتو ويلو فصاحت او بلاغت يې يو څه پڅ دئ،  خو بيا مو هم ګذاره کوله، مينه  مې پيدا شوه او پوښتنه مي وکړه، چې حاجي صاحب ولي اوړي؟ لکه دعمرونو چې سره  آشنا يو ډانګ پيېلي غږيده او ويل يې چې ژمي خو په اروپا کې سيل نه وي مړه ، اصلي ننداره خو په اوړي کې وي، يو خو د ګلانو جوش وي او بل په ګرځنده ګلانو ملکونه نور هم ښايسته وي.


ما له خپل مجاهد هملاري نه دګرځنده ګلانو سپيناوي وغوښت، ده له مانا نه ډک نظر په ما وکړ. زما غوږ ته را نيږدي شو او وي ويل، اي ساده په اوړي کې نجوني نيمي لوڅې ګرځي. همدغو ته ګرځنده ګلان وايي کنه. سپيني مټي او سپيني پونډي لوڅېږي، ته خو يو ځلي په اوړي کې يوروپ ته راشه، بيا به زما دخبرې ريښتيا او درواغ درته مالوم شي .


ما ته رب بښلي منان ملګري را په ياد شو، چې د کونډې زوي په سريال کې يې څنگه شاد گل کابل تګ ته لمساوه. له يوي لنډي خندا وروسته مي حاجي صاحب بيا  غوږ ته خوله را وړاندې کړه او په يوه خاص نصيحت ډوله تون يې وويل ،ګوره که په اوړي کې راتلي، بيا دې دا ماشومان مه در سره راوله.پدې وخت کې زما د ميرمنې خپل بکس پکار شو او له ما نه يې هيله وکړه چې بکس ورکړم.


له ما نه زما د ميرمنې بکس غوښتل د حاجي صاحب خوښ نه شول. په جدي توګه يې خپلي خبرې اوږدې کړې، ويني څو ميا شتې دې تيرې شوې ندي، چې ښځه دې داسي امرونه درباندې کوي، که دې کلونه تير شي، بيا به دې څه حال وي؟ ده په اروپا کې ميشتې ښځې ښي نه بللې. دليل يې دا را وړ، چې په ميړونو د کور کار کوي، ده ويل ما په خپلو سترګو خپل يو ملګري وليد، چې ښځې يې کور ورباندې جارو کړ، درواغ نه درته وايم. زرګونه داسي کيسې لرم. که يې درته وکړم، زړه به دې له اروپا نه تور شي. خو که زما مني، بيا دې ماشومان مه درسره راوله. ده دخپل جهاد د دور کېسه پيل کړه او ورسره يې د حضرت علي په نامه دکوم قوماندان نوم يادوه .


 د ده اوږدې کيسې  شپه را  لنډه  کړه. د الوتکې کوم مسؤل ،چې ځان  يې د کپتان وياند باله، لمړي په شمالي واره پاړسي لهجه او بيا ډيرې ورانې پښتو کابل ته د الوتکې د رسيدو  اعلان  وکړ  او دې سره زما د مجاهد حاجي ډګرمن کيسه نيمګړې پاتي شوه ، د ولاړې الوتکې او ترمينل تر منځ واټن به ښايې ۳۰۰ متره و. په ښه يخ کي مو دا واټن په پښو وواهه، د کنترول له پاره  په يوه اوږده قطار کې ودريدو،خو خپلو بکسونو ته مو ډيره سودا وه.يوه لويه ډله چې زموږ شا ته ولاړه وه، د څو نظامي او ملکي خلکو له خوا په بله لار بوتلل شول.  شيبه پس د پورتنيو مسافرينو پاسپورتونه ديوه نظامي افسر له خوا د ننوتلو د ټاپي له پاره راوړل شول .


راوړونکي افسر به دهر يوه پاسپورت يوه پاڼه خلاصه کړه  او سرحدي مسؤل به بې کنتروله د ننوتو ټاپه پرې لګوله. خداي خبر چې دي مسافرينو به دکومې دنيا اسناد لرل، خو کار يې ډير ژر خلاص شو. زموږ د کنترول وار له نيم ساعت انتظار څخه وروسته راورسيد. ډير وخت له موږ نه مخکې يوي ښځې ونيو، چې پاکستاني پاسپورت يې درلود او راغلې له دنمارک نه وه.


 له کنترول نه وروسته د خپلو بکسونو آخستو ته لاړو. په يوي نوې جوړې شوې تسمې، چې بې اندازې پمنه او خيرنه وه او په افغانستان کې يې د لسګونو مليارده ډالرو بهرنې مرستې آستازيتوب کاوه، د بکسونو تاويدل پيل شول. هر يوه غوښتل خپل بکس تر لاسه کړي. خو د مسافرينو نه د جواليانو تلوسه ډيړه وه، چې بکسونه تر لاسه او په خپلو کراچيو يې سپاره کړي، ما هم غوښتل خپل بکس راواخلم، چې يو ښه په ځان ډنګر سړي له ما نه مخکې شو او دسترګو په رپ کي يې زما يو بکس راواخيست او و يل يې، چې مرسته راسره کوي او له همدي تير نه و،  چې دګه کدامش اس ؟ خبرو او لهجي يې په الوتکه کې د کپتان وياند را په ياد کړ  او ښکاريدل، چې که ورونه نه دي، خو ديوې سيمې خودي څي  دي . همدا پوښتنه يې کوله، چې چندانه بکس داري دګه کدامش اس؟ هغه دري نور دګه مي هم وروښودل..


   زما لور ادا جاني پداسي حال کي چې هري خوا ته يې حيران – حيران کتل او ښايې د فرانکفورت او کابل د هوايي ډګرونو توپيرونو حيرانه کړې وه وپوښتل. پلار! دا سړي انګليسي وايي؟ ما ويل نه لوري پاړسي وايي . جوالي مخکې او موږ دري واړه ورپسي وو. کله به چې جوالي سره څنګ په څنګ شوم، ده به پوښتنه کوله [ از  کجا آمدي ؟ بخير آمدي ؟ ] له ترمينل نه د ټکسي د موټرونو تر تمځاي پورې لار اوږده او زښته ورانه وه.
 دجوالي زيار،  د هر احساس لرونکي انسان خوا خوږي راپاروله ده د تصادف له مخي جوالي توب کاوه کنه دده دسيمي ډير خلک يا ريسان ،يا وزيران اويا هم ديپلوماتان دي . د ټکسي موترونو تمځاي ته په رسيدو سره، د ټکسي چلونکو هم د جواليانو په شان باران جوړ شو.


يو سپين ږيرې ټکسي چلونکي سره مې په  دارلمان واټ کې روسيې سفارت ته څيرمه، چې کابو۲۰ کيلومتره لار ده خبره وکړه ،ده له ما نه شپږ سوه افغاني وغوښتې. ما ويل دا لار خو دومره لري نده ولي شپږ سوه؟  سپين ږيري په خپلې خاصي لهجې راته وويل، چې خبره د لارې د اوږدوالي نه ده.
 خبره د وخت او د لارې د څرنگوالي ده.  جوالي ته مې پنځه يورو ورکړې.  دئ هم ډير خوشاله شو او د مننې په کولو يې د بلې پيرې له پاره منډه کړه. د ټکسي چلونکي زور چندان په بکسونو نه رسيده. خو هڅه يې کوله، چې د سورلي خدمت ډير وکړي. بکسونه مې د ده په مرسته موټر ته پورته کړل.


له هوايي ډگر نه نيولي، بيا د دهمزنګ تر دري لارې پورې مې ټولې پخوانې او يوه نيمه لوړ پوړې ودانې، چې نوې جوړه شوې وه،  له ستر ګو تيرې کړي. تر هغو چې د دهمزنګ دري لارې کې د ترافيکو د وران رياست په پورتنې برخه کې، چې پخوا د بريژنف او کارمل عکس ولاړ و او اوس د هغه ځاي د مسعود يو لوي پورتريت نيولي او د دارالمان دوراني6iماڼې   ننداره کوي، سترگې يووړي. له ټکسي چلونکي نه مې پوښتنه وکړه، اي کجاس؟ بې له ځنډ يې ځواب راکړ، رياست ترافيک. ما عکس ته گوته ونيوه او ومې پوښتل، اي رئيس ترافيک اس؟ له مانانه په ډک نظر يي چې لږ څه قار هم ورسره مل و، راته وکتل او وپوښتل؟ تو اي ره نمې شناسي؟ اي عکس آمر صاحب اس. ښځې مي په اوږه چوخ کړم. مانا دا چې سړيه! په بلا مو مه ککړه وه. زه هم پيښمانه شوم. خو خبره مې په بله واړه وله.


وروسته بيا په دې هکله له يوې بلې کيسې خبر شوم، چې د يوې ټيټې رتبې ضابط له خپل آمر سره، شخړه شوه. خبره د ټيټ رتبې ضابط د خپل قومندان، يانې د ډگروال له امر نه د سر غړونې په سر راپورته شوه، خو ضابط د شخړې لامّل د ډگروال له خوا د مسعود عکس ته سپکاوي و باله. او د محکمې پريکړه د ډگروال منفک کيدل و. دا هم ويل کيدل، چې مسعود اوس د ځينو شمالي والو له پاره په دوربابا بدل شوي. خداي ته چې هر څه وايي وايه، خو د دوي په دور بابا به نه لګيږي. د ترافيکو د رياست د رئيس له عکس نه، چې ټول ښار په لړلي و، تير شوو، د حبيبې له ليسې نه لږ بر موټرونه ولاړ وو. پوښتنه مې وکړه، پيښه څه ده.


 ټکسي چلونکي ځواب راکړ، اوس د پارلمان غونډه  پيل کيږي ، وکيل صاحبان را ځي، لاره بنده ده. څه باندې ديرش دقيقې وروسته لار خلاصه شوه او موږ د افغانستان د ولسي جرگې لومړې گټه وليده. سپين ږيري ټکسي چلونکي ته مې دري پنځه گونه ورکړل. ده هم بې له دې چې وپوښتي، دا د کوم ملک پيسي دي، خپل جيب ته کړې. په څيره کې يې خوشالې له ورايه ښکاريده. ځکه پنځلس يورو، چې څه باندې ۹۰۰ افغاني کيدي، د ده له پاره له انتظار نه لري وي. که چيري ما د ده د دوربابا په هکله ريښتا خبرې هم ورته کړې وي، څه به يې نه وي راته ويلي.


ماښام لمانځه مهال په شام غريبان کې د جنراتورونو غږ او ځوږ  د خلکو په اقتصادي ژوند کې د مثبت بدلون زيري کاوه. د راتګ په دريمه ورځ مې د باندې تګ ته زړه ښه کړ. د روسيې د سفارت په ورانې او وجاړې ودانې کې، چې د جمعيت او وحدت گوندپه جهادي جگړو کې وران شوي و، لا هم مهاجرين استوگن وو. په دارلمان واټ کې د موټرونو گڼه گوڼه له حده وتلې ده. خلک هر چيرته ولاړ دي او د تمځاي کوم درک نشته.
 ملي بس، چې په هر ځاي کې يې زړه وي، دريږي او سورلي پورته کوي. له خپل مل ورور نه مې وپوښتل، چې چل څه دئ. تمځايونه په کومه برخه کې دي؟  ده راته وويل، چې اوس د آزاد بازار واويلا توده ده. ملي بس هم د همدې آزاد بازار له امله، د دې له پاره چې خپلې ټاکلې پيسي پوره کړي، هڅه کوي، سورلي پورته کړي. ځکه هر چيرته يې، چې زړه وي، دروي يې. د شخصي بسونو او ټکسيانو خو پخوا هم همدغه حال و. نو دغه گډ وډې چې ويني، د آزاد بازار له برکته ده.


يو ټکسي ته وروختو، خو که په پښو تللي وي، دا به راته ډيره ښه وه، ځکه د موټرونو د ډيروالي له امله د ټکسي او د پلو تګ تر منځ توپير ډير لږ و. ښار ته په رسيدو سره مو د يو څو يورو بدلول په افغانيو غوښته. شهزاده سراي ته د تګ هيڅ حاجت  نشته. هر چيري لاس په لستوڼي صرافان له بنډل- بنډل لوټونو سره ولاړ دي او چغې سوري يې سر کړي ډالر کلدار نارې وهي. د ډيرو سرافانو خبرو او لهجو په الوتکه کې د کپتان وياند را په زړه کوي. دا کار هم دوي کاوه. ما غوندې خلک چې نوي له بهر، هغه هم له اروپا نه راغلي وي، له لري نمونه ښکاري. هر صراف او صراف گوټي يې پيژني او منډي ورته راوهي او وايي، پنچايې، صدې؟ مانا ډاډه خو يم چې يورو او يا ډالر لري، خو پنځوسي دئ که سلگون؟


نور په دوهمه برخه کي ( دا ځای کليک کړئ )