د چينې تر غاړي راشه
((د چينې ترغاړې راشه)) شعري ټولګه له چاپه راووته
د ليکوال، شاعر او ژورناليست نذيراحمد سهار د شعرونو نوې ټولګه ((د چينې ترغاړې راشه)) تر نامه لاندې خپره شوه. دغه ټولګه، چې په ١٦٢ مخونو کې په مجلد او ښکلي صحافت، ډيزاين او طرح چاپ شوې ده، د سهار د شعرونو دوهمه ټولګه ده. په دې ټولګه کې غزلونه، نظمونه او څلوريځې راغلي دي. پر کتاب نورمحمد لاهو ليکنه کړې او پخپله سهار هم يو يادښت پرې کښلى دى.
کتاب (هغه چاته چې شاعر يې کړلم) ډالۍ شوى دى. دغه شعري ټولګه دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړې او په کابل او پېښور کې د نوموړې ټولنې له نماينده ګيو ترلاسه کيداى شي.
نذيراحمد سهار پر شعر سربېره د ژورناليزم، ادب او مالوماتي توکو په برخه کې تر ١٧ پورې کتابونه لري، چې ټول خپاره شوي دي.
دغه راز د زلمي ليکوال او ژورناليست فضل ولي شېراني د پوليسي ژپاړل شويو کيسو ټولګه (( توره غڼه)) هم خپره شوې ده. په دې ټولګه کې د يوه ايراني ليکوال پروېز قاضي سعيد ګڼې په زړه پورې پوليسي کيسې راخستل شوې دي. توره غڼه ټولګه په ١٦٣ مخونو کې په پېښو رکې دانش خپرندويې ټولنې خپره کړې ده.