کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ايران د جعلي انتخاباتو پاېلې په وينو سرې سوې

د ايران د جعلي انتخاباتو پاېلې په وينو سرې سوې

د ايران ظالم او خدای ناترسه اسلامي  رژيم د انتخاباتو هغه جعلي سناريو چي د ولس په را کښې ايستلو سره يې و غوښتله ځانته  يو دستاوېز جوړ کړي او  نړۍ والو ته يې د خپل مشروعيت د سند په توګه وړاندي کړي، هغه ددوی پر ضد کار وکړ .


 


د ايران ويښ ولس چي د اخوندانو د دېرشو کلو ظلم ، سرکوب او تکبر  په هغوی کي زړونه خوړين کړي وه دا ځل يې  په خپل خښم سره د دغه تقلبي انتخاباتو پاېلې په لغته ووهلې او سينه يې سپر  د خپل اعتراض د ابراز  د پاره و بازارو او کوڅو ته را ووتل   ترڅو نړۍ والو ته وښيي  چي نورد دغه خونخواره رژيم د انتخاباتو د پايلو کلپه سکه پر هغوی باندي نه چليږي .


 


لاندي تصوير د خامنه ای  رژيم د شعبده بازيو څرګندويه ده چي د اينډنيپنډنټ په ورځپاڼه کي خپور سوی دی .