کور / تازه خبرونه / خالد شيخ: د بن لادن په باب معلومات کره نه دي

خالد شيخ: د بن لادن په باب معلومات کره نه دي

د القاعده شبکې لوړ پوړئ بندي غړئ خالد شېخ محمد وايي د اسامه بن لادن په باب ورکړي معلومات يې کره نه دي.


امريکايي مطبوعاتو د خالد شيخ په حواله داسي خبرونه خپاره کړي، چي نوموړى پر خپلو تېرو اقرارونو پښېماني ښيي.


خالد شيخ ويلي د ګوانتانامو پوځي مستنطقينو په زور، شکنجو، وهلو او ټکولو د بن لادن په باب دروغ ويلو ته مجبور کړئ او پر کومو خبرو چي ده اقرار کړئ وو، هغه هيڅ واقعيت نه لري.


له خالد شېخ څخه پوښتنه سوې چي اسامه بن لادن چيري دئ، خو هغه په خپله ماته ګوډه انګليسي ورته وويل دى د بن لادن په باب هيڅ معلومات نه لري.


پر خالد شيخ باندي تور دئ چي د سپټمبر د يوولسمي بريدونه يې طرحه کړي وو او نوموړى د ٢٠٠٣ کال د مارچ پر اوله پاکستاني استخباراتو په کراچي کي ونيوئ او امريکا ته يې وسپارئ.


د ٢٠٠٨ کال د مې په مياشت کي خالد شيخ ته په ګوانتانامو زندان کي د امريکايي پوځيانو له خوا د ډول ډول شکنجو په اړه خبرونه خپاره سول، چي وايي د سي آى اې مامورينو د تحقيقاتو پر مهال د نورو شکنجو ترڅنګ ١٨٣ واره د اوبو غوټې ورکړي دي.