عراق: په بس موټر کي د اور لګېدو له امله ١٤ تنه مړه سول

34 | جون 17th, 2009


 


له بغداد څخه دباندي په يوه بس موټر کي ١٤ تنه مړه او ٣٠ نور زخميان سول.


چارواکي وايي د مسافرو دغه بس له بغداد څخه کټ ته روان وو چي ناڅاپه يې انجن اور واخيستئ او پکښي ناست ١٤ کسان مړه او ٣٠ ټپيان سول.


د چارواکو په وينا د بس چلوونکى ژوندى دئ او د تحقيقاتو دپاره پوليسو بېولئ دئ. چلوونکي ويلي چي کله د موټر له اور څخه خبر سو، موټر يې ودراوه خو دا چي په سيمه کي ډېر تېز باد چلېدئ اور يې ډېر ژر تازه کړ او له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله واووښته.

Copyright Larawbar 2007-2024