نوې سروې ښیي چي د کرزي ملاتړ راکمېږي

د لراوبر اداره | جون 16th, 2009


د نیویارک ټایمز اخبار د جون پر ۱۶ لیکي: په افغانستان کي د ۲۰۰۴ انتخاباتو راهیسی، په عامه خلکو د جمهورریس حامد کرزي ملاتړ خورا په چټکتیا سره راکمېږي. د عامه افکارو یوه نوې سروې ښيي چي د افغانانو له دریو برخو څخه تر یوې برخي لا لږ د حامد کرزی پلوی کوی.


د جمهوری غوښتونکو بین المللي انستیتوت چي د متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکی ګوند سره تړاو لري، په خپلي تازه سروې کی وایی: فقط ۳۱ فیصده افغانان وایی چی حامد کرزی ته به رایه ورکي. په ۲۰۰۴ کی، ۵۴ فیصده افغانانو ویلی وه چی کرزی ته رایه ورکوی.


پدې سراسري سروې کی چی د مې په میاشت کی تر سره سوېده له ۳۲۰۰ افغانانو څخه پوښتنی سوي دي. عامه افکارو سروې ښيي چي ښایی د جمهوری ریاست انتخابات به دوهم پړاو هم ولری، ځکه یو کاندید به هم د عامه رایو ۵۰ فیصده و نه ګټي.


اته کاله کېږی چی حامد کرزی په واک کی دی، خو پدې تېرو کلونو کی امنیت لا خراب سوی دی. ‌طالبانو یوازی د جون په لمړۍ اونۍ کی دونه حملې کړی دی چی ساری یې نه لېدل کېږي. اکثره خلک ددغه ناامنۍ پړه د حامد کرزی پر بد مدیریت باندی اچوی.


پدې سروې کی نورو اجتماعی ستونزو ته هم اشاره سوې ده. پنځه کاله پخوا، په لسو افغانانو کی اتو تنو ګومان کاوه چی هېواد یې پر سمه لار روان دی. مګر نن ورځ، په لسو افغانانو کی فقط درې تنه همدا فکر کوی.


د افغانانو ۵۳ فیصده فکر کوی چی د تېر کال په پرتله سږ کال امنیت لا خراب سوی دی. فقط ۱۲ فیصدو افغانانو ویلی دی چی د دوی په سیمه کی سیاسی او امنیتی شرایط باثباته او ارام دی.


بلخوا، د ټایم مجله د جون پر ۱۶ لیکي: د سې شبنې په ورځ د افغانستان انتخاباتی کمپېن پروسه رسما پیل سوه. په کابل او شاوخوا سیمه کی د انتخاباتی مبارزې څرک نه لېدل کېږی، خو فقط دلته او هلته د کرزی غټ عکسونه موښلول کېږي. که څه هم ښایی کرزی راتلونکی انتخابات وګټی، خو زیاتره افغانان د هغه له لیډرشیپ څخه خوشحاله او راضی ندي.


په راتلونکی انتخاباتو کی به د امنیت تر څنګ، اقتصاد هم حیاتي نقش ولری. اکثره افغانان خوار او غریب دي، او سربېره پر دې د کرزي په حکومت کي ادارې فساد او بډی اوج ته رسېدلي دي.


د کرزي مهم سیاسي رقیبان د مالیې پخوانی وزیر اشرف غنی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله دی.


د طب پوهنځۍ ۲۸ کلن محصل، محمد وايي: (په تېرو انتخاباتو کی، ما کرزي ته رایه ورکړه، مګر وروسته راته معلومه سوه چي کرزی زما په رايي نه ارزېدی. هغه د ملک د پرمختګ او ودی لپاره هیڅ ونه کړه. په ټولو کاندیدانو کی زما عبدالله خوښ دی.)


د کابل په ځینو عکسونو کی، ښاغلی کرزی د خپلو مرستیالانو سره څنګ پر څنګ لېدل کېږي. د هغه لمړی مرستیال، محمد قسیم فهیم یومشهور جنګسالار دی چي د بشري حقوقو څخه په سرغړونو هم تورن دی. فهیم د شمال اتیلاف غړی دی. کرزی غواړی چی د فهیم په ملګرتیا د تاجیکو رایي تر لاسه کړي، خو د فهیم شتون ډېر جنجالونه ایجاد کړي دي. ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو ډلو د فهیم پر تېرو ناروا اعمالو باندی کلک انتقادونه کړي دي.


د ۲۰۰۴ په انتخاباتو کی، ۱۸ کاندیدانو برخه اخیستې وه. کرزي د انتخاباتو په لمړي پړاو کي د رایو ۵۵ فیصده وګټله.


همدا اوس، د کرزي انتخاباتي رقیبان وايي کرزی د دولتي منابعو څخه پخپل کمپېن کي ګټه اخلي.


بل پلو، د برتانیې ټلګراف ورځپاڼه د جون پر ۱۶ لیکي: ولسمشر حامدکرزی پدې متهم دی چي د جمهوری ریاست مقام د ګټلو لپاره یې د (بدماشانو او ډانګیانو) سره ایتلاف کړی دی.


ورځپاڼه ادامه ورکوي او لیکي: جنرال رشید دوستم هغه بدنامه او ظالم اوزبک جنګسالار دی چی ملیشاووی یې په غلا، وحشت، او قتل شهرت لري. هغه تېر کال په موقتی توګه هغه وخت له خپلی دندی څخه ګوښه کړای سو چی خپل یو سیاسي رقیب یې برمته او شکنجه کړ.


د هغه وخت راهیسی دوستم به ترکیې کي اوسېده. خو کله چی جنرال دوستم په راتلونکو انتخاباتو کی د کرزي ملاتړ وکړ، کرزی اوس وایي د دوستم ټول دولتي حقوق ساتلی دی، او هغه کولای سی چی ازادنه عمل وکی.


پدې تېرو څو میاشتو کی، کرزی د قومی ملشیاوو د مشرانو سره ناروا او جنجالی ایتلافونه کړی دی. په کابل کی، ځینی غربی دپلوماتان د کرزي همدې معاملو سخت اندېښمن کړی دی. هغوی وایي: ددغو جنګسالارانو په شتون کی د ملک پرمختګ او انکشاف یو هسي خوشي خوب او خیال دی.

یو غربی دپلومات وايي: (هغوی بدماشان او ډاکوګان دي. که چیری یو سړی د توپک په چلولو کی مهارت ولری، دا ددې مانا نلري چی هغه به حتما د ملک په چلولو کی هم مهارت لري.)


غربي دپلوماتان وايي: د کرزي په حکومت کي د همدغو کسانو حاکمیت چي د افغانستان په تباه کونکی کورنی جنګونو کی یې اساسی ونډه لرله، اوس همدا توپکیان د افغانستان د بیاودانولو په لاره کي اساسی خنډونه دي.


په همدې لړ کي، د سنډې ابزرور د جون پر ۱۳ لیکي: اشرف غني د حامد کرزي یوازنی جدي سیاسی رقیب دی. اشرف غني د (یو نوي پیل) په نامه خپل انتخاباتي کمپېن پیل کړی دی. اشرف غني وايي: ( دا یو فاسد حکومت دی چی هم د بشر له حقوقو څخه سرغړونه کوی، هم تشدد او مرګ ژوبلي ته دوام ورکوي، او هم د بیت المال او عامه خلکو شتمني لوټ او تالا کوی.)


اشرف غني په خټه پښتون او په ۱۹۴۹ کي کابل ته څېرمه په یوه کلي کي ږېږېدلی دی. هغه په خارج کی عالی تحصیلات کړی دی. کله چي اشرف غني د مالیې وزیر وو، هغه د افغانستان د کلیوالي سیمو د جوړولو لپاره موثر ګامونه اخیستي وه. هغه وايي،( څه د پاسه ۵۰۰ میلونه ډالره د کلیوالي پراختیا په غرض ولګېدې. هغه زیاتوي، کلیوال افغانان زما ږغ پېژني. په افغانستان کي یوازي ما د کلیوالي انکشاف مسله را پورته کړېده. په هر کلي کي افغانان ماته غوږ نیسي او زما سره نژدیکت او تړاو پیدا کوی.)


ورځپاڼه زیاتوي اشرف غني په ټولو کاندیدانو کي عصری، فعال، او مخکښ دی. هغه یوه نوې ویب پاڼه هم لري. د هغه په انکشافي پروګرام کی د یوه میلون نوي کورونو جوړول، د یو میلون نوي کارونو ایجادول، د ۱۰۰۰۰ میګاواټ برق تولیدول، د افغانستان مرکزي سیمی پرانیستل، او د کلیوالي خلکو ورځنی عاید له یوه ډالر څخه څلورو ډالرو ته جګول شامل دي. اشرف غني وايي: پراخه او مزمنه بېکاري ځوانان ‌طالبانو ته ورکشوي.


اشرف غني وايي،(زما پلان دا دی چي په دوو کلونو کي ۶۰ فیصده افغانان ووايي چي افغانستان پر سمه لار روان دی. زه اقتصادی پلان لرم، خو کرزی د ملک د ابادولو لپاره هیڅ مناسب پلان او ستراتیژي نلري.)

Copyright Larawbar 2007-2024