کور / تازه خبرونه / زابل: په ترافيکي پېښه کي څلور زخميان يو تن ووژل سو

زابل: په ترافيکي پېښه کي څلور زخميان يو تن ووژل سو


داترافیکی پیښه نن غرمه پر۱۲ بجي دکابل کندهار پرلویه لاره دزابل ولایت مرکزقلات اړوند دبسکي پله له سیمي سره هغه مهال رامینځته شوه چی یولنډ کوزر موټر له سړکه واوښتی .
دزابل دامنیي قوماندانۍ دامنیت امرډګروال غلام جیلاني فراهی وایی په پيښه کی یوتن وژل شوی اوڅلورنورټپیان دی نوموړی زیاتوی چی ټپیان یی دزابل مرکزي روغتون ته انتقال کړی چی دده په خبره دیوه تن روغتیایی حالت داندیښني وړ دی
ښاغلي فراهي ددي پیښه لامل دچلونکي ګړندی تګ وباله
دیادونی وړده چی دتیری یومیاشتي راپدی خواپه زابل کی  په پرله پسي توګه داپینځه ترفیکي پیښه ده چی په ترځ کی یی لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي ځوورځي وړاندی هم یاده سیمه دیوي زوروري ترافیکي پیښه شاهده وه  .
دیوشمیرچلونکوپه خبره چی په دی ورستیو کی دکابل کندهار ترمینځ غزیدلی سړک وران شوی چی ددوي په باورکه داسړک دسره ونه روغول شی نودترافیکي پیښو ګراف به نورهم لوړ شی .