کور / تازه خبرونه / كندهاركې چاودنې پنځوتنوته مرګ ژوبله واړول

كندهاركې چاودنې پنځوتنوته مرګ ژوبله واړول

د كندهار په لمړى ناحيه كابل شاه كې  يوې بمي چاودنې د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه ملكي وګړي ووژل او درې نور يې ټپيان كړل.
پېښه دورځي په يولس بجې اوشل دقيقوباندي رامنځ ته سول .
د لومړۍ امنيتي حوزې آمر سمونمل سيد ګلاب لراوبرته وويل چې دغه چاودنه  په بخاردېګ كې د ځاى پر ځاى شوو هغو چاودېدونكو توكو د چاودېدو له امله رامنځ ته شوه چې پر يو بايسكل ايښودل سوى و.
سيد ګلاب وويل چې د چاودنې له كبله دوه تنه ملكي كسان چې له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې وو، وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
هغه وويل وژل شوي كسان يو ماشوم او بل هم د يوه خصوصي شركت كاركوونكى دى.
د ميرويس روغتون د عاجلې څانګې يو تن ډاكټردنوم نه اخيستلوپه شرط لراوبرته وويل چې روغتون ته د پېښې پنځه قربانيان چې دوه تنه يې مړه او درې نور ټپيان وو، وروړل سوي دي.
هغه وويل ټپيان تر درملنې لاندې دي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.
په عيني وخت كې دښارپه پنځمه حوزه كې هم دويوې چاودنې ږغ واريدل سوچې پوليس چارواكې وايې يوماين يې له كشفېدوورسته خنثي كړ.
دكندهاردنننى چاودنې مسوليت تراوسه چاپه غاړه ندى اخيستى .