کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۱۸ نیټه

د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې افغانستان ته د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر سفر ته په اشارې د هغه په حواله لیکلي دي، چې ناټو پر افغانستان د بنسټپالو واک او برې نه غواړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دی، چې د پاکستان جنګ د افراطیت په وړاندې د هغوې جنګ دې او هغوې د ترورزم په خلاف زمونږ په نړیواله جګړه کې نه جنګیږي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ځینو کاندیدانو په اړه د جمهوریت غوښتنې د نړیوالې موسیسې د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ لیکلي دي، چې په سلو کې اووه شپیته افغانان د کرزي بري ته خوشبینه دي.
ورځپاڼې په دوام کې دا هم لیکلي دي، چې په سلو کې اووه کسانو ډاکټر عبداله ته او په سلو کې څلور کسانو ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د راې ورکولو خبره کړیده.

د هیواد دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې له ولسمشر کرزي سره د ناټو د عمومي منشي د لیدنې خبر ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې ناټو په د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او د انتخاباتو د امنیت لپاره ټول ځواک وکاروي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د وسلوالو مخالفینو په فعالیتونو او وړتیاو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دوې د ځان په ګټه د ستراتیژیک بدلون د راوستلو وړتیا او ځواک نلري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان دا څرګندونې هم راغستي، چې ویلي دي په راتلونکو میاشتو کې به له وسلوالو سره جګړه ډیره زوره وره وي.

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې بیا لیکلي دي، چې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو له خپلواک کمسیون څخه غوښتي دي، چې د هیواد په شمال کې دې د راې ورکولو زر مرکزونه حذف شي.
ورځپاڼې په دوام کې ددې غوښتنې اصلي علت ددغو مرکزونو د امنیت لپاره د امکاناتو نشتوالې ښودلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په اړه د سپینې ماڼۍ دریځ ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې بارک اوباما له کوم ځانګړې کاندید څخه ملاتړ نه کوي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، چې د امریکا ولسي جرګې د افغانستان او عراق د جنګ بودیجه منظور کړه.

د ملي ارمان نادولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا په هیواد کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو له پیل سره سم ددوې لخوا د خپلو انځورونو زړولو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې دا پوښتنه کړې، چې د کاندیدانو کړنلارې مهمه دي او که د هغوې انځورونه؟
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د سید اسحاق ګیلاني په حواله لیکلي دي، چې کرزي معاملې بیل کړي او دوې د دریو کاندیدانو میرویس یاسیني، ډاکټر عبداله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د نږدي والي او همکارۍ لپاره کار کوي.
په ورځپاڼه کې د پاکستان روانو حالاتو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې پاکستان د بل د کښتۍ د ډوبولو په تمه خپله کیښتۍ له ډوبیدو سره مخ کړه.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتي کمپاینو په مهال ، چې دوه ورځې مخکې پیل شوې او د دوو میاشتو لپاره به دوام وکړي د بشپړ امنیت د ټینګولو غوښتنه کړې.
خو اصلاح بیا د شانګهايي د سازمان وروستۍ سرمشریزې ته په اشارې لیکلي دي، چې ترهګرۍ په سیمه ایز وفاق له منځه تلاې شي.

د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ایران کې د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته پورته شویو لانجو ته په اشارې لیکلي دي، چې د ایران ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهمه دې.
ورځپاڼې په دوام لیکلي دي، چې افغانان ، چې له اوږدو کلونو راهیسې يې بې ثباتۍ زغملي هیلمه مند دي، چې د ایران روانه کشاله په سوله ایز ډول حل شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د شتو ستونزو د حل لپاره پوځي لاره ناسمه بلې ده.
او د ورځپاڼې نننۍ کارټون د پاکستان روانو حالاتو ته خانګړې شوې، چې پکې دغه هیواد د نا کراریو په لور دد خوځیدو په حال کې ښودل شوې دې.