کور / اسلامي / د ښځي ټولنيز ارزښت

د ښځي ټولنيز ارزښت

 الله(ج)پخپل كلام كې واي: بسمه تعالى« لقد خلقناالانسان فى احسن التقويم ۢ»۴ آيات ٩۵ سوره التين
.


ژباړه: پيدا مي كړ انسان په حقيقت سره × × په ډېر ښه راست قد او قامت سره
 كه دلته وګورو « خلق » عربي متعدي عام مصدر دى، چې مانا يې ده پيدا كول په وجود راوړلو ته واي، خو الله(ج) دلته (خلق) خاص دانسان پيدايښت ته اشاره كوي . انسان عام نوم او عربي كلمه ده، چې پكښې
ټول ښځي او نر شامل دي.


ياني الله(ج) د ښځي او نر منځ توپير نه دى راوړى . او بيا الله(ج)په بل ځائ كې د خپل كلام فرمائي: بسمه تعالى: « خلق الانسان علم البيان» ۴ آيات ۵۵ سوره الرحمن ژباړه: پيدا كړى ما انسان دى ××× او وركړى ما ورته بيان دى
 كه دلته هم وكتل سي الله(تعالى) «انسان» واي عام خطاب دى، چې نر او ښځه ځيني منظور ده .
خالق تعالى تل پخپل كلام كښې انسان ته خطاب كوي، چې نر او ښځه دواړه پكښې راځي. دا په دې
دليل چې د ښځي او نر تر منځ كوم توپير نشته . پر موږ مسلمانانو او بيا خاص پر افغانانو باندي لازمه ده، چې د ښځي او نر توپير ونه كړو. په افغانستان كښې ښځي ډېر تر فشار لاندي دي .


دغه حالت پخپله
ظلم دى، چې الله(ج) ظالم داسي ستاي: بسمه تعالى: « والظِلمِين اعَدلهم عذاباُّ اَلِيًّما» ۳١ آيات ٧۶ سوره الدهر. ژباړه: تعیین كړى دی الله(ج) ظالمانو ته عذاب درد ناكه دې بد مرغانو ته الله (ج) ظالم ته د درد ناكه عذاب ورکولو خبره كوي. ظلم او تېرى پر هرچا باندي چې وي د اسلام له نظره څخه ډېر بد كار دى. د قرآن كريم له هدايت څخه ښكاري، چې نر او ښځي ته تل يو ډول هدايت سوى، دا په دې مانا ده، چې نر او ښځه يو ډول حق لري


.
الله(ج) په خپل كلام كښې واي: بسمه تعالى« رَبِّ اغفِرلِى وَلِوَالِدَىّ وَلِمَن دَخَلَ بَيتِىَ مؤمنا وللمُؤمِنََين وّالِمُؤمِنِت۟ وَلاَ تزدِالظلمين اِلاّ تَبَارََا » ٢٨ آيات د نوح سوره
ژباړه: اى ربه زماوبخښه ما او وبخښه مور او پلار زما او وبخښه هغه څوك چې ايمان لري راځي كورته زما او ټول هغه نارينه او ښځي چې لري ايمان زما او ډېر كړه ظالمانو ته عذاب او هلاكت بيا.
په دغه دعا كې د حضرت نوح (ع) چې ليدل كيږي، نر او ښځه په يو وار ياد سوي، ياني ښځي او نر ته يوشان حق وركړه سوى دى.
الله(تعالى) پخپل كلام كښې يوه خاصه سوره په نامه دسوره النساء ۴ مه سیپاره ده او سورة طلاق (۶۵ سوره) نازله كړې.


دا سورې خاص لپاره ددې دي، چې د ښځي رښت ښه ترا څرګندوي . اومشرح الله (ج) په دغه دو پاروکي د ښځي کول او طلاق بیان ئي کړی . پر عدالت او انصاف او برابر رښت د نر او ښځي ترمنځ ئي تاکید کړی . که چیري د کورنۍ وضع خراب سي لومړى بايد د ښځي او نارينه د مندو او پلرونو لخوا د دوي عيبونه ور په ګوته سي او د دوي جوړه دي وكړي . او كه دا جوړه ونسوه ښه كار به دا وي، چې طلاق و منځ ته راسي. دغه طلاق بايد په شرايطو سره دقرآن مجيد وي . او كه پسله طلاقه رجعي جوړه راغله كيداې سي چې دوباره نكاح ته رجوع وسي، ياني دويم ځل نكاح وتړي . نارينه طلاق وركوي ښځه طلاق اخلي. (قرآن كريم د طلاق سوره) نه غواړم چې ټوله آياتونه د طلاق د ژباړه ني په ډول دلته وليكم. د طلاق ترتيب، طلاق وركول او رجوع كول داټول قرآن عظيم شان بيان او شرح كړي دي . دغه ټوله د قرآن كريم هدايات، چې د الله(ج) لخوا امر سوی د نر او ښځي برابر حق ښه يې.
او په سوره نسا كښې چې څلرمه سوره ده هم حق تعالى په نكاح كښې د عدالت، انصاف، مساوات او
حقانيت امر او هدايت كړى . كه څوك لېــونى وي نو د نكاح جواز نه لري.


دا ټول د الله(ج)اوامر و خپل
بندګانو ته د دوي ترمنځ د ښه نيك ژوند لپاره د نرو او ښځو تر منځ مساوي حق دى. الله(ج) په سوره نسا كښې فرماي : ښځي ته ئي اجازه وركړې، چې خپل مهر د مېړه څخه واخلي
او يا يې ور وبخښي. دغه مهر به بيله د ښځي له يادوني څخه مېړه و ښځي ته وركوي . د ښځي پلورل او پېرودل ناروا دي . الله(ج) په دغي سورې كښې فرمايلي، چې نارينه تر څلرو ښځو پوري اجازه لري، خو
سمدلاسه په دغه آيات پسي بل آيات دى، چې واي : كه عدالت، انصاف په كالو خرڅ او د شپي لخوا سم نوبت ياني پريوته د خپلو ښځو سره نسى كولاي نو يوه ښځه روا ده. مفسرين داسي واي : چې دغه شرايط يوازي پيغمبر ا ن ( ) كولاي سي، ياني عادي انسانان يې نسو پرځاي كولاي، نو اجازه نسته .
 د دغو ټولو پورتنيو قرآني هداياتو او اوامرو څخه چې ښكاري د نر او ښځي حق خداى(ج) برابر كړى.
له دغو اوامرو څخه غاړه غړول ګمراهي او لو ګناه ده. د خپل منكوحي سره بد رفتاري كول ظلم ګڼل كيږي، چې ظالم الله(ج) نه بخښي او د الله(تعالى)تر عذاب لاندي دى .



ټوله نړۍ چې ګورې د ښځود حق د وركولو سره عادت نيولى، ياني د ښځو حق وركوي او د قرون اوستا څخه تېر سوي . خوپه افغانستان کي د ښځو حق لاسم په رسميت نه دی پېژندل سوی . خپلي لوڼي خرڅوي
نوم د مهر پر اېږدي . ښځه چې كورته راولي نو دکورنۍ د ټولو مشرانو ترلاس لاندي وي . هر يو حركت د ناوي كنتروليږي . د ټول كاله كار به كوي . سر به لري خوله به نه لري . هر كوچيني او وړوكي ته به په ډېر محبت ګوري . كه دغه ټول شرايط او كارونه د ناوي دلاسه كيږي او زړه يې غواړي او كه نه دا
مجبوره ده، چې دغه شرايط سرته ورسوي او كنه دا بده، شريره او بې شرمه ناوې ده . دغه ټوله شرايط قروني اوستاي دي، چې اكثرا په افغانستان کي لا نه دي ځيني راوتلي .


پورته د قرآن عظيم شان شرايط بيان سوه، چې د قرون اوستا د شرايطو څخه بېخي تفاوت لري . پخپل دغه حركت سره اسلام هم نام بدى كوي . ولې چې افغانستان مسلمان هېواد دی او غيري مسلمانان دا واي : چې دغه هدايت د اسلام دى، چې په افغانستان کي د ښځو سره كېږي . نو راسى چې مداخله وكړو ښځي له عذابه خلاصي
او خپل حق وركړو. څرنګه چې مو پورته د قرآنكريم له متن څخه دلايل راواخسته او ثبوت مو كړه، چې
 خداى(ج) د ښځي حق په ښكاره توګه د نر سره برابر وركړى دى .
 خوپه افغانستان کي يواځينی د ښځي د ضعف خوا ټنګه كړې، چې تجارت او ظلم پر كوي .
 دغه كار او نا وړه عمل د برته پاتي انسانانو دی .
خداى(ج)پيدا كړى انسان دى، بيايې نر او ښځه په ښه قامت او شان دى، حق د نر او ښځي په يو شان دى، دا نصيحت د قرآن عظيم الشان دى .
وګوره بد ښكاري بې ښځي نارينه ×همدارنګه بد ښكاري ارتينه بې نارينه
نر دى او كه ښځه يو انسان دى ×پخپل حق او پيدايښت كې په يو شاندى په اوسنۍ نړۍ كښې،
چې( انفورميشن، كمونيكشن )او تخنيك
 ډېر پر مخ تللي، سړى د نړۍ د ګوټ ګوټ
 څخه خبريږي . دا څومري د شرم ځائ دى، چې د بي بي ثي د راډيو له لياري افغاناني ښځي د نارينوو له ظلمه، چې ځانونه مسلمانان هم بولي په ژړا وي. څومري بده خبره ده، چې ټوله نړۍ د دغي بيچارې ږغ او ژړا اوري. له دغه كاره هم خداى(ج) ناراضه هم مخلوق ناراضه .
 ځيني واي، چې ددغه بدبختي عوامل يوازي او يوازي بې سوادي ده. زه وايم، چې دغه بدبختي تر ډېره ځايه په كلتور او دود پوري اړه لري او يو څه محدود يې په بې سوا دى پورې اړه لري. په ګران هېواد افغانستا كښې ښځه تر ډېره ځايه پخپله د ښځي تر خشونت لاندي وي. كه يوه ښځه په يوي كورنى واده سي، نو د هغې كورنۍ ښځي لكه : خواښې (د زوم مور)، يور(د لېوره ماينه)، ايندرور (د مېړه خور)،
مامي (د ماما خسر ماينه) دغه ټولي ښځي و ناوي ته متوجه وي. د ناوي ټوله كړه وړه يو دم تر كنترول
او تعقيب لاندي سي. ناوې دي سر لرې خو خوله دي نه لري. يو عجيب فشار دى پر ښځو باندي دښځو
له خوا. د ښځو وزارت پخپله دښځو لپاره يو خشونت دى. زه د ١٣٨۵ په سر كښې په كابل كښې وم، چې وزارت زنان خپل د ښځو ښوونځۍ وتاړه او خبره تر محكمي پوري ورسيده. دغه دښځو ښوونځۍ
د غازي امان الله خان له خوا جوړه سوې او يوه تاريخي ښونځۍ ده.


وزارت زنان دغه ښونځۍ لغوه كوله، چې تعمير يې ځان ته واخلي. ما د وزارت زنان و معيني ته وويل، چې دا څومره يو ناوړه كار دى، د ښځو ښوونځۍ د ښځو د وزارت لخوا تړه كيږي. دا خو خشونت زن عليه زن دى. كه دا كارنارینو
 كولاي تاسو به دفاع كولاي. دا خلك به څه واي نړۍ وال به څه واي. خو هغه دښځو ښوونځۍ مو د وزارت زنان له غضبه خلاس كړه. بر سير پر دي وزارت زنان پټ ځا يونه لري، كه چيري ښځي په شكايت راسي په هغه ځايو كښې يې پټه وي، چې دغه كار پخپله يود خشونت ډك عمل دى. ولې چې روغه نه راولي بېله شنوخته. په ټوله نړۍ كښې چې ښځو خپل حق اخستى دى دغو ښځو پخپله كار كړى، وزارت زنان يې نه درلود. د افغانستان د وزارت زنان ښځي اكثرا خود خوا، متعصبه دښځو په مقابل كې، بې ځايه مغروره او دغسي نور ډېر، دي . دغه رنګه خوځښت پخپله باعث د خشونت ګرځې. زموږ ټولنه مسلمانه او غريبه ټولنه ده، دغسي حال نسي منلى او نېسو زغملاې .

د پښتنو په ټولنه کي بیا انجوڼي ډېر لږ ښوونځیو ته پرېږدي٬ چې دغه کار د ښځو د بد مرغۍ لامل د مېړه په کور کي کرځي . که نر وي او که ښځه چې لیک لوست ئي نه وو زده خپل حق او دبل حق نه پېژني د کورنۍ په سم اقتصاد کي برخه نشي اخستی٬ اقتصادي پېټی پر یوه تن راځي٬ چې دغه فشار ډېر سو نو «دپرسیون » راولي او د کورنۍ وضع خراپه وي . هلکان او انجوڼي باید ښوونځیوته پرېږدو٬ چې پوهه زده کړي . زموږ د ګران پیغمبر (ص) خبره ده چې علم پر نر او ښځي فرض دی .