کور / تازه خبرونه / كندهار ډاكترپخلا،هڅه كوچې دتاريخ تيره درملومخه ونيسو

كندهار ډاكترپخلا،هڅه كوچې دتاريخ تيره درملومخه ونيسو

دكندهاردعامي روغتيارياست نهه ټنه تاريخ تيره درمل اووچې شيدې نن لمنځه يووړې .
ددغوتاريخ تيره درملوشمېر۲۰۱ قلمه ته رسيده چې دكندهارښارپه شمالي څنډه كوتل مرچې كې وسوځول سول .
دكندهاردعامي روغتياريس ډاكترعبدالقيوم پخلاوويل چې څلورټنه وچې شيدې اوپنځه ټنه تاريخ تيره درمل يې ددرومياشتوپه موده كې دكندهارله درمل پلورنځيو،كلينكونو اووچې شيديې له آزادبازارڅخه دپوليسوپه مرسته راټولي كړي .
نوموړي زياته كړل چې دتاريخ تيره درملوپه راټوله ولوكې ورسره دكندهارددرملي خدماتواتحاديې هم ورسره مرسته كړې .
دكندهاردعامي روغتيادريس په ويناچې تيركال يې هم له پنځوس ټنوڅخه زيات تاريخ تيره درمل لمنځه وړي .
داپه داسي حال كې ده چې زياتره وختونه ناروغان نيوكه كوي چې په درمل پلورنځيواونوروروغتيايې مركزونوكې ددرملوتاريخ اوكفيت ته پاملرنه نه كيږي اونه يې هم چادپلورنې مخ نيولې ده .