کور / تازه خبرونه / وسله والو تنكي ماشومان وسوځول

وسله والو تنكي ماشومان وسوځول

 

 د پکتيکا د والي وياند حمیدالله ژواک وايي چې وسله والو طالبانو پر ستار جان، اسدالله جان او عزت الله جان پطرول وشیندل اور اور يې ورته واچولو . 

   پېښه د ۱۳۸۸ کال دغبرګولي په شپږمه په پکتیکاولایت کې رامنځته سوې ده..
   د پکتيکا د والي وياند وايي پنځه کلن عزت الله جان، اووه کلن اسدالله جان او نهه کلن ستارجان له خپل پلار ولسوال حاجي نادر(حقمل) او دوو وروڼو پهلوان او سفیر سره ديحی خيلو ولسوالۍ بازار ته د لوبو سامان او نويو جامو اخیستلو لپاره تللي وو، په واپسي کې د وسله والو په کمین کې ګیر شول چې پلار او ورور يې دماشومانو پر وړاندې په ګوليو سوري سوري کړل.


 د حميد الله ځواک په وينا وسله والو وروسته پر ماشومانو تېل شيندلي او اور يې ورته واچولو.