کور / تازه خبرونه / بيړنى خبر دكندهارپوهنتون يوتن محصل نن په چړو وژل سوى

بيړنى خبر دكندهارپوهنتون يوتن محصل نن په چړو وژل سوى

 

دكندهارپوهنتون په انګړكې ديوه تن محصل جسدپه داسي حال كې وموندل سوچې سريې له تن څخه جلااوپربدن باندي يې ټپونه وو.

دوژل سوي محصل نوم مشتاق اودكابل ولايت اوسيدونكې بلل كيږي چې دكندهارپوهنتون دطب پوهنځى دڅلورم كال محصل وو.

له وژل سوي حصل سره ملګري   بل تن محصل لادركه سوي اودپوهنتون مسولين وايې چې دوى نه پوهيږي چې هغه به هم چابرمته كړى وي اوكه به په پېشه كې دهغه لاس وي .
دكندهارپوهنتون چارواكې پدې اړه له څه ويلوڅخه ډډه كوي خوجنايې پوليس بياوايې چې دپېښي په اړه يې پلټنې پيل كړي .


دكندهارپوليس چارواكې وايې چې له پلټنووروسته به معلومه شي چې  پېښه جنايي ده كه سياسي بڼه لري .

دكندهارپوهنتو زياترومحصلونو لراوبرته وويل چې نن دورځي پريولس بجې وژل سوي محصل  له دوى څخه دمطالعې لپاره اجازه واخيسته اوپرڅه باندي يوه بجه يې جسد ديوه برج پربام وموندل سو.

دالمړى ځل دى چې په كندهارپوهنتون كې دغسي يوه پېښه رامنځ ته كيږي .