کور / تازه خبرونه / طالبانو او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو او حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې


افغان او ايتلافي پوځيانو په بېلابېلو عملياتو کي د ٢٣ طالبانو د وژلو ادعا وکړه چي وايي يو افغان پوليس هم پکښي وژل سوئ دئ.


د روزګان د ملي امنيت رئيس وايي په دغه ولايت کي يې ١٦ طالبان د ايتلافي پوځيانو سره په ګډو عملياتو کي وژلي دي.


د روزګان د ملي امنيت رئيس محمدنبي روزګاني د فرانس پريس آژانس ته وويل پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ رامنځته سوې چي له امله يې يو افغان پوليس هم وژل سوئ او د طالبانو مړي اوس هم د جنګ په ډګر کي پاته دي.


بلي خواته د کندهار د اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمدځاځى وايي افغان پوځيانو په ژړۍ ولسوالي کي له طالبانو سره په يوه مخامخ نښته کي ٧ طالبان وژلي دي.