د مشرف په غوښتنه پنځه تنه پلټونکي پاکستان ته ورسيدل
ب. خان
دپاکستانې خبري رسنيو دخبر له مخي نن پنځه تنه دانگليستان هيواد دسکاټلينډ له سيمي څخه پاکستان ته راورسيدل تر څو دبي نظيربوټو دمرگ په اړه ازادي څيړنې وکړي .
رپوټون وايي چي دا غوښتنه مشرف دبريتانې دلمړۍ وزير براون څخه کړي وه .
خوبله خو دبي نظير بوټو دگوند غړي وايې چي دا څيړني بايد دملگرو ملتونو له خوا شوي وايي ، ددغه گوند غړۍ په ځانگړي ډول اصف زرداري وايي چي دوي
يوازي دهغه چاسره په دي اړه مرسته کولي شي چې دملگروملتونو له خوا گومارل شوي وي .
ديادوني وړده چي دپاکستان دلمړني لمړۍ وزير لياقت علي خان او دبي نظير بوټو دورور مرتضي بوتو دڅيړني لپاره هم دانگليستان دسکاټلينډ څخه څيړونکي راغوښتل شوي وو، چي دڅيړونو پايلي يي لا تر اوسه نا څرگنده پاته دي