مشرف:زما پوځ د بېنظيري په وژنه کي لاس نه لاره
سعيد لودين
د پاکستان پخوانۍ جنرال پرويز مشرف چې اوس ددې هيواد جمهور رئيس دی ، ويلي دي چې د ده پوځ د بېنظري په ټرور کې لاس نه دی درلودلی .
پخوا رسنيو داسي ويلي وه چې ګني بوټو، د مشرف په امر د پوځ د کارکوونکو لخوا وژل سوې ده .
د شینهوا خبري آژانس وايي چې پرویز مشرف په اسلام آباد کې ويلي دي چې د انګليس نه يې د بوټو د ترور د پلټني په اړه غوښتنه کړېده او د پوځ دخالت يې د هغې په وژنه کې رد کړی دی .
خو د بوټو د وژني په هکله شکونه او لا ډيري پوښتني اوس هم پر خپل ځای پاتي دي .