کور / تازه خبرونه / خوست: درې تنه مشكوك كسان ونيول شول

خوست: درې تنه مشكوك كسان ونيول شول

د خوست ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ درې تنه مشكوك كسان ونيول شول


نن د سهار په نهه نيمو بجو د خوست ولايت د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ په سره كلي د ملي اردو د قوماندو ټولي لخوا درې تنه نيول شوي دي


په جنوب ختيز زون كې د ۲۰۳ تندر قول اوردو وياند ډګروال محمد ګل لر او بر ډاټ کام ته وويل چې نوموړي درې تنه هغه مهال ونيول شول چې د ملي اردو د قوماندو كنډك په يوه كتار پسې ماين وچاوديده، ده زياته كړه چې په چاودنه كې هيڅ مالي او ځاني زيان وانه وړيده خو د ځاى پرځاى شوي ماين لاين د يوه كور په لور سم شوى و چې وروسته له پلټيو په هغه كور كې درې تنه ونيول شول.


د محمد ګل په وينا د غه  سرتيري د متون د عملياتو په ترڅ كې په سيمه كې په ګزمه بوخت ول خو كله چې يې كتار له سړكه تير شوى چاودنه رامنځته شوي نو ځكه يې مرګ ژوبله او مالي زيان هم نه دى اړولى.


شاوخوال نهه ورځې وړاندې د خوست ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ كې د ملي اردو ، ملي پوليسو او ائتلاف ځواكونو لخوا چاڼيز عمليات روان دي له دې وړاندې يې هم په دې ولسوالۍ كۍ د اتلسو مشكوكو كسانو د نيول كيدو خبر وركړل شوى و.