کور / تازه خبرونه / ملي تلويزيون اروپا او امريکا ته په خپرونو پيل وکړ

ملي تلويزيون اروپا او امريکا ته په خپرونو پيل وکړ


ملي تلويزيون يا RTA  دوهم تلويزيوني چينل دی چي له افغانستانه په مخامخ ډول بهرنۍ نړۍ ته خپروني کوي .


دافغانستان ملي تلويزيون تيره اوونۍ اعلان وکړ چي اروپا او امريکا ته به د افغانستان راډيو تلويزيون خپروني د سټيلايټ له لاري غځوي ، د خبر سره سم همغسي وسوه او پرون د 2007 جنوري د مياشتي په دريمه نېټه د RTA  يا افغانستان راډيو ټلوزيون خپروني اروپا ته د هاټ برډ او امريکا ته د ګلکسي سټيلايت له لاري پيل سوې .


څه موده مخکي شمشاد تلويزيون هم د څو ورځو لپاره د اريانا افغانستان له لاري څو ساعته ماتي او ګوډي خپروني پيل کړې خو لکه څنګه چي يې خپروني بې خبره پيل سوې وي همغسي بې خبره بندي سوې . هيله ده د شمشاد د لراوبر افغان ولس په لاسنيوي او همکاري دا د اوږده مهال لپاره په بهرنۍ نړۍ کي د ليدلو جوګه شي .


د لراوبر ويبپاڼي اداره د اطلاعاتو او کلتور وزارت او  افغانستان راډيو تلويزيون هڅاندو او نوښتګرو مشرانو او کارکوونکو ته له دې کبله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


د سپوږمکۍ پته :


اروپــا


HotBird
Frequency 11411  H           
S.R- 27500
FEC- 5/6


امريکا
 
Galaxy 25
Frequency 11716 V           
S.R- 22000
FEC- 1 / 2