کور / تازه خبرونه / دپاكستان پوځ پر سوات سخته بمباري كړېده

دپاكستان پوځ پر سوات سخته بمباري كړېده

په سوات كې دپاكستان امنيتي ځواكونو په مټه او كبل كې دطالبانو په خلاف سخته بمباري كړې او كورونه يې ورته ويجاړ كړي دي امنيتي ځواكونو په شك يوكس په ګولۍ ويشتلى دى.


 تېره ورځ دسهر اوو بجو څخه ترماښام شپږو بجو پورې په كرفيو كې نرمي راوستل شوې وه نااعلان شوې كرفيو اوس هم په ځينو سيمو نافذ ده او خلك له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي پوځ په سوات كښې د طالبانو په ځايونو سخته بمباري كوي