کور / تازه خبرونه / پاکستان غواړي بر افغانستان ته پر اوړو بنديز ولګوي

پاکستان غواړي بر افغانستان ته پر اوړو بنديز ولګوي

شمالي پښتونخوا کي پاکستاني واکدارانو ويلي دي چي د اوړودقاچاق دمخنيوي لپاره د ډېورنډ پوله دې وتړل شي


پېښور کي پاکستاني حكومت بر افغانستان ته داوړو دقاچاق دمخنيوي لپاره مركزي حكومت  د تورخم لاري  دتړلو وړانديزكړى چې په دې سره به په شمالي پښتونخوا  كښې داوړو بحران هم تريوې اندازې له مينځه لاړشي .


شمالي پښتونخوا کي پاکستاني حکومت  دخوراك دمحكمې څخه وضاحت غوښتى چې ولې سمې كړنې نه ترسره كوي د شمالي پښتنونخوا  په مختلفو سيمو كې داوړو بحران رامنځ ته شوى چې اولس يې له سختو ستونزو سره مخ كړى دى .


څه موده وړاندي په سهلي پښتونخوا کي هم د اوړو د قحطۍ او ګرانۍ خبرونه خپاره شوي وو ، تيره اوونۍ بر افغانستان ته تلونکې درې لارۍ چي 1500 ګونۍ اوړه يې بار کړي وو د چمن په سيمه کي پاکستاني ملېشو نيولي وو .