کور / تازه خبرونه / د حزب اسلامي وياند د ګڼو بريدونو دعوه وكړه

د حزب اسلامي وياند د ګڼو بريدونو دعوه وكړه

دحزب اسلامي وياند مصعب مصطفى اودهارون زرغون مرستيال ولى الله په جلا جلا تليفوني تماسونو كې لراوبر ډاټ کام ته ويلي دي چې ددوى پلويانو دتګاب ولسوالۍ دشيري خېلو كلي كې دامريكا او ملي اردو په ګډو ځواكونو بريد  كړى چې له امله يې دوه ټانكونه اويو  پك اپ موټر له مينځه وړل شوى او پكې سپاره ټول عسكر وژل شوى دى .


مصعب مصطفى زياته كړې چې دكندوز ولايت دقلعه زار په ولسوالۍ كې دملي اردو په ځواكونو يې د ريموټ كنټرول بريد كړى چې له امله يې ديو صاحب منصب په ګډون پنځه عسكر وژل شوى او دميدان ولايت په مركز يې پنځلس توغندي توغولي دي چې له امله يې څلور موټرې ويجاړې شوي دي ولى الله ويلى دي چې ددوى پلويانو دكونړولايت په اسمار كښې په خارجى قواوْ بريد كړى چې له امله يې څلور خارجي عسكر ټپيان شوي دي . په دې اړه تر اوسه د افغان دولت يا بهرنيو ځواکونو له لوري څه نه دي ويلي شوي .