کور / تازه خبرونه / بغلان: طالبانو يو پخوانى قوماندان وواژه

بغلان: طالبانو يو پخوانى قوماندان وواژه

 ،  د  بغلان  ولايت  د  نهرين  ولسوالۍ  په  مرکز  کې ،  د دې  ولسوالۍ د عسکري  فرقې  پخوانى  قوماندان  عالم  خان ،  چې  اوس  د دې  ولايت  د  چارواکو  د  نظامي  شوری غړی  و نن  مازديګر  پنځه  بجې دطالبانو  له  لوري  د  يوه  غلچکي  بريد  په  ترڅ  کې  ووژل  شو.


طالب وياند ذبيح الله  مجاهدد نوموړي وژنه پرغاړه اخستې ده اوزياته كړې ې ده چې ((نوموړی  قوماندان  د  ډيرو  طالبانو  په  شهادت  او  اسارت  کې  تورن  وو ، چې  نن  د  خپل کور مخې ته  په  سزا  ورسيد .)).


دولتي چارواکو لا تر اوسه ددې پېښي په اړه څه نه دي ويلي .