کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سعودي عربستان او د پاکستان اتومي پروګرام

سعودي عربستان او د پاکستان اتومي پروګرام

لیکوال : علي حسین باکیر
ژباړن : حمیدالله محمدشاه 

یو شمیرنړیوال راپورونه د څو مختلفو سرچینو له خولې کاږي ، چې سعودي عربستان له مالي پلوه د پاکستان په اتومي پروګرام کې د پام وړ او رغنده رول لوبولې . کله ، چې په ۱۹۹۸ ز کې پاکستان خپلې اتومي ازموینې تر سره کړې . لویدیځ او امریکا پرې بندیزونه ولګول دغه مهال سعودي عربستان له پاکستان سره د تیلو او اقتصاد په برخه کې ښه مرسته وکړه . دغو مرستو – په دغه لړ کې د ۲ میلیارده ډالرو په اندازه دتیلو صادرول هم شامل و – پاکستان ته دا شیمه په لاس ورکړه ، چې له خپلې ستونزې او ګوښیتوب څخه راووځي او خپله اتومي پروژه بشپړه کړي .
د لویدیز ځینو څارګرو ادارو ددغه پلان پخلې کړې او دایې زیاته کړې ، چې له دې څخه دسعودي عربستان بنسټیزه موخه داده ، چې دا باوري کړې ، چې څومره ژر کیدای شي پاکستان اتومي وسلې تر لاسه کړي او په سیمه کې د هر ډول ګواښ د مخنیوي وړتیا ولري . کیدای شي دا ګواښ د ایران له لورې د اتومي وسلو تر لاسه کول وي .
د برتانیې څارګره اداره ( ام ۱۶ ) سعودي عربستان ته د اتومي  ځواک په سترګه ګوري ، سعودي دا وس لري ، چې هرکله یې خوښه شي د ( تیار اتوم ) په رانیولو د اتومي هېوادو په کتار کې ودریدلې شي .
د سعودي عربستان د دفاع وزیر په ۱۹۹۹/ ۲۰۰۲ز کې په پاکستان کې د یو لړ « پټو » نظامي او اتومي اډو لکه د توغندیو د جوړولو او یورانیومو د پخولو ځایونو څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه پر امریکا ښه ونه لګیده او د ایران او اسرائیلو اندېښنې او ډار یې ډیر کړ له دې وروسته پاکستانی اتومپوه عبدالقدیر خان هم له سعودي عربستان څخه لیدنه وکړه .
یو شمیر نظامي شنونکې او د امنیتي چارو کارپوهان پردې باور دي ددې پر ځای ، چې سعودي عربستان له صفر څخه د اتوم جوړولو کار پیل کړې دا غوره بولي ، چې اتومي بمونه پر پیسو راونیسي ښایې لاملونه به یې په دې ډول وي :
۱- سعودي عربستان د اتومي وسلو د مخنیوي پر تړون لاسلیک کړې . د سوله ییزو چارو له چوکاټه بهر به د سعودي هر اتومي فعالیت له تړون څخه د سرغړونې په مانا وي . دغه ډول یو اقدام ورته په ګانده (راتلونکې ) کې یو شمیر نړیوالې ستونزې راپنځولې شي .
۲- له دودیزو لارو چارو څخه د اتوم جوړونې په پرتله د ( تیار اتوم ) رانیول سعودي ارزانه او اسانه پریوځي . ګټه یې داده ، چې د ګواښ استثنایې سیمه ییز وضعیت څخه پرته نور هر ډول نړیوال خنډ ته ځواب ویلای شي او اتوم تر لاسه کولای شي .
۳- د امریکا د اتومي چتر پر ځای دا د سعودیانو یوه ښه وسله او وسیله کیدای شي . اوس په کور دننه یو شمیر کړۍ په دې باور دي ، چې د امریکا اتومي چتر دومره باوري نه دی . ځکه ، چې ۲۰۰۱ ز د یولسم سپټمبر څخه راوروسته د امریکا او سعودي عربستان اړیکې ترینګلی شوی .
پردې سربیره ، هر یو سعودي او پاکستان په خپلو منځ کې د هر ډول اتومي مرستې او اتومي پوښښ خبرې رد کړې . په ۲۰۰۳ ز کې د ایران او اسرائیلو د اندېښنو په ترڅ کې د امریکا او هندوستان له لورې پر سعودي عربستان نیوکې یو ځل بیا ډیرې شوې . له برتانیې څخه خپریدونکې ګارډیان په خپلې ( ۲۰۰۳/ ۹ / ۱۸) ګڼه کې دې خبرې ته په اشارې کړې ، چې په پلازمینه ریاض کې یو شمیر لوړپوړي چارواکې د یو ستراتیژیک راپور پر چمتو کولو لګیا دي . ډیره برخه یې دغه درې غوراوي دي :
۱- د دفاعي وسلې په توګه د اتومي وسلو تر لاسه کول .
۲- د اتومي هېوادو لیکې ته ورننوتل تر څو د سعودي ساتنه او ژغورنه باوري کړې .
۳- له اتومي وسلو څخه د خالي او پاک منځني ختیځ د اعلان په موخه د یو سیمه ییز تړون رامنځ ته کولو هڅې . ورځپاڼه زیاتوي تراوسه څرګنده نه ده ، چې سعودي عربستان له دغو دریو غوراویو څخه کوم یو غوره کړې د څيړنې په موخه د اتومي غوراویو ټاکنه داسې یو پرمختګ دی ، چې اندیښنې رامنځ ته کولای شي .
د ۲۰۰۳ز په اکتوبر کې د نظامي استخباراتو رئیس ( آهارون زائینی ) وسله والو ځواکونو ته څرګنده کړه ، چې « سعودي او پاکستان لګیا دي د داسې یو تړون په اړه خبرې کوي ، چې سعودي ته هغه توغندي ورکړې ، چې د اتومي کوپړیو د لیږد وړتیا ولري » . د ۲۰۰۴ز په نومبر کې ایراني سرچینو اندېښنه وښودله هسې نه ، چې سعودي عربستان د پاکستان له لارې اتومي وسلې نه وي تر لاسه کړې . سعودي په ۲۰۰۳ز کې له پاکستان څخه ددغه ډول وسلو او د پرمختللو بالستیکي توغندیو ، چې د پخوانیو چینايي ( ډی ایف – ۳ ای ) ځای ونیسي د رانیولو تړون لاسلیک کړ .
له لندن څخه خپریدونکې ( فایننشال ټایمز ) د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۰۴ / ۸ / ۵ ) یو ځل بیا د پاکستان له اتومي پروګرام سره د سعودي عربستان د مالي ملاتړ او د دوی تر منځ د اړیکو خبره راپورته کړه ، ورځپاڼه کاږي : سعودي عربستان د پاکستان په اتومي پروګرام کې پوره ونډه اخیستې ده او یا به کیدای شي ریاض داسې هڅې کوي ، چې دکړکیچونو سیمه ییزو حالاتو پر مهال له اسلام اباد څخه اتومي وسلې په پور واخلي . د سعودي عربستان ولي عهد د پاکستان له غوږه دا خبره ورتیره کړه ، چې دوی چمتو دي ، چې هر ورځ د نامعلومې مودې پورې ۵۰،۰۰۰ بیلره تیل د اسانه شرطونو په مقابل کې د دوی په واک کې ورکړي . دا به پاکستان ته دا شیمه ورکړې ، چې د هغه مهال د اتومي ازموینو څخه وروسته د لویدیځ له لورې د لګیدلو بندیزونو اغیز له منځه یوسي پاکستانیان دغه مرسته یوه نه هیریدونکې هغه بولي ، چې د پاکستان د تاریخ په سختو شیبو کې ورسره سعودي عربستان وکړه .
( فایننشال ټایمز ) زیاتوي : د سعودي مالي ملاتړ دا شکونه پیاوړي کوي ، چې د دواړو هېوادو تر منځ اتومي همکاري شته . ورځپاڼه د یو لوړ پوړې امریکايې چارواکې له خولې کاږي : دا دسعودي عربستان بسپنه وه ، چې د پاکستان اتومي پروګرام تر سره شو او دا اجازه یې ورکړه ،چې د نورو لاملونو تر څنګ له چین څخه اتومي ټیکنالوجي راونیسی .
د هندوستان د ۳ / ۳ / ۲۰۰۵ز کې په خپلو راپورونو کې کښلي : د پاکستان – سعودي تر منځ پټ دفاعي امنیتي تړون شته ، له امریکا او اسرائیلو سره د مخامیدو پر مهال به پاکستان د پیسو په مقابل کې سعودي ته اتومي وسلې ورکوي . د اړتیا پر مهال به د څار پرمختللې ( اواکس ) او اف – ۱۶ الوتکې ، چې د اتومي کوپړیو د لیږد وړتیا به لري د دوی په واک کې ورکوي . ددې تر څنګ به دا امکان برابروي ، چې د امریکا پرمختللې نظامي ټیکنالوجي ته ورسیږي . له بل پلوه له المان څخه خپریدونکې ( سیسیرو ) مجله د ۲۰۰۶ز د مارچ د میاشت په راپور کې کاږي : سعودي عربستان په پټه د پاکستان کارپوهان ، چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ ز تر منځ د حاجیانو په ویزو سعودي عربستان ته راغلي وو . په میاشتو میاشتو له خپلو استوګنځایو څخه ورک وو . مجله زیاتوي : څارګرو سپوږمګیو ، چې کوم انځورونه اخیستې دا په ګوته کوي ، چې سعودي د پلازمینې سهیل ته پټ ښارګوټي ، د ځمکې لاندې د توغندیو د ساتنې ۱۲ زیرمتونه او د توغندیو په لسګونو نور ځایونه ، چې د لیرې واټن ویشتونکې پاکستاني ( غوري ) توغندي ورکې ځای پر ځای شوي . س
ریاض او اسلام اباد د تل په څیر دغه راپورونه رد کړي . د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم ددغه تور په اړه وایې : دا په ټولو جزئیاتو یوه جوړه شوې کیسه ده . د بدو نېتونو ښکاروندویې کوي ټینګار یې کاوه ، چې پاکستان په یو اړخیزه توګه د اتومي وسلو مخنیوي ته ژمن دی دا یو مسول هېواد دی ، ځکه خو یې د صادراتو د څار د پیاوړتیا لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي .
خو دغه انکار هغه څارونکې نه شي قانع کولای ، چې پردې باور دي ، چې یو شمیر داسې نښې شته ، چې ددې پرعکس خبره ثابتولای شي د بیلګې په توګه :
۱- ډیر خبرونه داسې راغلي ، چې له استخباراتي راپورونو تله درنوي . کومو ورځپاڼو ، او مجلو چې دغه ډول راپورونه رااخیستې ټولې یې باوري ، پیژندل شوې اوکره دي لکه المانۍ ( سیسبرو ، واشنګټن ټایمز ، فروبس ، ډیلي ټایمز او شمیر نورې برتانوې او هندي ورځپاڼې ….
۲- سعودي پخوا هم پټ او له ګواښه ډک تړونونه لاسلیک کړې لکه د شلمې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې له چین سره د وسلو او توغندیو تړون ، د همدغه تړون له لارې د منځنۍ کچې بالستیکي توغندي ، چې د اتومي کوپړیو د لیږد وړتیا لري او د ۳۰۰ کیلومترو په واټن کې خپله نښه ویشتلای شي یا په بل عبارت د منځني ختیځ ډیرو سیمو ته رسیدای شي . دغه ډول یوګام پر متحده ایالاتو ښه ونه لګیده او غصه شو . سعودي عربستان د چینایې انجینرانو په مټ له پلازمینې ریاض څخه ۵۰۰ کیلومتره لیرې د ( سلیل ) نومي په سیمه کې یوه پټه نظامي اډه جوړوي په دغه ځای کې هغه توغندي ځای پر ځای شوی ، چې تر اوسه یې امریکا ته هم نور جزئیات او ماهیت نه دی څرګند . دغه ډول پټې معاملې ، چې له چین سره کیدای شي له پاکستان سره د ورته معاملو پر وړاندې کوم خنډ او ستونزه نه لیدل کیږي .
۳- سیمه ییز وضعیت ، د اسرائیلو په واک کې اتومي وسلې ، که په راتلونکې کې ایران هم وتوانیږي ،چې اتومي وسلې تر لاسه کړي د سیمې د هېوادو به نور هم نا کراره شي . 
د سعودي او امریکا  تر منځ د نا ارامه او پیچلو اړیکو په ترڅ کې سعودي د پخوا په پرتله اوس ډیر اړ دی ، چې د اتومي وسلو د تر لاسه کولو هڅې کړندې کړي . ځکه خو سعودي ته په دغه چاره کې پاکستانیان له بل هر چا باوري بریښي او له سعودي سره هر ډول مرستې کولای شي په دغه موضوع کې پاکستان د سعودي وروستې تمځای دې .
۴- په سعودي عربستان کې د پاکستاني پوځ د ډلګیو د شتون پر څرنګوالې شک . ځینې شنونکې وایې : ددې خبرې ډیر امکان شته ، چې په سعودي عربستان کې ددغه ډلګیو موخه د هغو زیرمو ساتنه او څارنه وي ، چې په هغې کې د پاکستان اتومي وسلې ځای پر ځای شوې وې . او یا په نږدې راتلونکې کې جوړیږي . د ګلوبل سیکورټي ویپاڼه کاږي : سعودي عربستان د ځمکې لاندې زیرمتونونه او بټۍ په خپل واک کې لري ، چې ددغه ډول چارو لپاره کارول کیږي پردې سربیره په دغه ځایو کې اتومي کوپړۍ ، اتومي ټیکنالوجي ، د دفاع او لیږد ( نقل ) یو شمیر وسیلې ساتل کیدای شي . چینایې او پاکستاني توغندي خو لا پخوا سعودي عربستان د پټو تړونو له لارې پر پیسو را نیولې وو . په مختلفو حالاتو کې به د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې د نورو په پرتله تل ځانګړې هغه وې پوره او دوامداره مرستې او جوړ جاړي ته به اړتیا ولري . له بل پلوه دواړه هېوادونه په اسلامي نړۍ ، د خلیج په سیمه او د هند په نیمه وچه کې خپل وزن لري . دواړه هېوادونه ګډې ستونزې لري ځکه نو دواړو ته په کار ده ، چې د ستراتیژیکو همکاریو له لارې خپلې ستونزې له منځه یوسي .