کور / سپورټي / روغ غاښ د روغتيا ضامن= د ډاکټر ويس پټان وردګ ليکنه

روغ غاښ د روغتيا ضامن= د ډاکټر ويس پټان وردګ ليکنه

 


هغه چې وايي چې زاړه په خواړه دي، چې خواړه نه وي نو زاړه خدای مکړه مړه دي، دا ډيره په ځای خبره ده، خو نه يوازې زاړه بلکه ټول کسان به له روغتيايې ستونزو سره مخ شي. ځکه  کله چې غاښ نه وي نو خواړه به په څه خوری . نو دا به ښه وي چې ووايو چې که غاښونه نه وي نو خدای مه کړه زاړه او واړه که مړه ندي نو ناروغه خو خامخا دي . را به شو هغه څه ته کوم چې ِغواړم چې پرې وغږيږم او هغه د غاښونو د روغتيا په هکله موضوع ده. ددې لپاره چې د ژوندانه په لړ کښې سم او روغ غاښونه ولرو، بايد دهغه دروغتيا په هکله پوره پاملرنه وکړو. نوکه غواړوچې دژوند څخه موهم خرپ او هم خوند دواړه پورته کړي وي، نو دا اړينه او ضروري ده چې دژوند د لمړنيو شپو څخه مو دې ټکي ته پام وي کوم چې دمور په نس کښې پيل کيږي.
د دې لپاره چې ماشومان مو دروغو غاښونو څيښتن وي نو ميندو ته دا اړينه ده چې د اميندوارۍ په موده کښې سم خواړه وخوري ، دا ډيره مهمه ده چې دې ته پام وشي چې اميندوارې ميندې څه ډول خواړه خوري، سم خواړه دهغوی او دهغوی په نس کښې رالويدونکي ماشومانو د روغتيا سره پوره مرسته کوي . نو د سمو خوړو او ويتامينو د اخيستولو لپاره اميندوارې ميندې بايد د ډاکټرانوهغه ټولولارښونو ته پوره پاملرنه وکړي او کټ مټ پر ځای کړي کوم چې دوی ته يې د اميندوارۍ په موده کښې دمور او ماشوم د روغتياپه کلينکونو کښې کوي .
ورسته دماشوم د زيږيدو څخه بيا دا ضروري ده چې دې ته پاملرنه وشي چې په خپله  ماشوم څه خوري، چې په دې وخت کښې دمورد شيدو څخه بل هيڅ کوم ډول خواړه دهغه دراتلونکي وخت د غاښونو د روغتيا لپاره ښه خواړه نه شي بلل کيدای . ځکه چې کلسيم کوم چې برسيره پر نورو غړو د غاښونو په جوړښت کښې بنسټيز رول لري، دمور په شيدو کښې د اړتيا سره سم شته .
کله چې دکمکي لمړني غاښونه را ښکاره شي نوورسره سم دا اړينه ده چې د هغو په پاملرنه کښې دهغوی ميندې پوره زيار وباسي ، هغه دې د راختو سره سم په روځنيزه ډول د ميندو لخوا په يوه پاک ټوکر چې په ګوته کښې ورته ټومبلی وي پاک شي ځکه د غاښو نو توريدل او چمجن کيدل په خوله کښې د هغوی د ښکاره کيدو سره سم پيل کيدای شي.
د فلورايدمنرال چي دبدن د بيلابيلو غړو په جوړښت کښې شته اودهغوی سره مرسته کوي چې خپلې دندې په ښه شان تر سره کړي، دغاښونو په روغتيا کښې هم ډير مهم رول لوبوي . نو دا اړينه ده چې ميندې په دی ډاډه وي چې ماشوم يې په پوره توګه فلورايد اخلي . فلورايدمعمولاً په ښارونو کښې  د ځښاک په اوبو کښې ګډ وي، خو کچيرې په کليواله ټولنه کښې اوسيږی او يا په اوبو کښې مو د سره فلورايد نشته نو په دې هکله د ډاکټر سره مشوره او د هغه څخه د فلورايددڅاڅکواوګوليو د اخيستولو هڅه هرومرو وکړی. ځکه چې فلورايد ستاسو د نوي زيږيدلي ماشوم د غاښونو په روغتيا کښې کوم چې په راتلونکي کښې به يې څښتن وي ،مهم توکي بلل کيږي .
 دلته پوښتنه رابرسيره کيږي چې د ماشومانو د شيدو غاښونه خو هسې هم د لويدو دي نو دومره يې د روغتيا د ساتنې هڅې بيا نو د څه لپاره؟ 
دا خو سمه ده چې دماشوم دشيدو غاښونه دلږ وخت لپاره دي او هسې لويږي، خوبيا هم ددغو غاښونو توريدل او چمجنيدل د خوږو لامل ګرځي اوپه پايله کښې مو ماشوم ځوروي او بل دا چې دا غاښونه خپل ځاي دايمي غاښونو ته پريږدي، او د هغوی لپاره ځای ساتي .
 دژوندانه په دغه پړاوکښې بله مهم خبره داده چې کله ميندې خپل ماشومان دشپې او يا خودروځې لخوا په زانګو کښې دويدولوپه نيت پريباسي، نوپام دې وکړي چې ماشوم په زانګو کښې دهغه بوتل سره پرينباسي کوم چې په هغه کښې خوږې شيدې، جوس، خوږ شربت او يا نوروخواږوخواړه پراته وي . ځکه خواږه توکي دماشوم دغاښونو روغتيا ته زيان رسوي . دامکان تر حده هڅه وکړی تر څو ماشوم ته دپيالې د څنډونه دڅښلو عادت ورکړی او که بيا هم ستاسې ماشوم د شيدو پر بوتل روږدي وي نو بيا په بوتل کښې دخواږه توکي پر ځاې تشې اوبه واچوی .
څينې کورنۍخپل ماشومان دلاسي چوشک په رودلو روږدي کوي ،چې دا هم په خپل وار ښه عادت ندې او ماشوم د هغه له امله په بيلابيلو ناروغيو اخته کيږي،خو کچيرې له بده مرغه موماشوم په هغه روږدي وي، نو پام چې هيڅکله هغه په خواږه توکي لکه شکره او يا شاتو ونلړی .
بله اړينه خبره چې دماشومانو د غاښونو د روغتيا په ساتنه کښې ضروري ده، هغه دا ده چې د هغه غاښونه بايدتل وخت ناوخته وکتل شې تر څو يې د روغتياڅخه په پوره توګه ډاډه وی . روغ  غاښونه په يوه رنګ وي او که کوم داغ او يا تور والی په کښې وليدل شې نو ډاکټر ته د هغه ښکاره کول ضروري دي .
د غاښونو د روغتيا په ساتنه کښې بل تر ټولو مهم عنصر کلسيم دی . د کلسيم اخيستنه مخ کښې لدې چې د ماشوم دشيدو غاښ او يا د هغه دايمي غاښ را وخيژي حتمي ده، چې بيا ورسته کله چې غاښونه راوخيژي نو د کلسيم اخيستلو ته دوام ورکول د غاښونو د ښې ودې او د ژوندانه په لړ کښې دهغوی دروغ پاتې کيدلو لامل ګرځي . برسيره پردې کلسيم د اووريو د روغتيا مهم لامل هم کڼل کيږي، چې دکلسيم پوره اخيسته د ژوند په ورستيو کښې د اووريو د نارغيو څخه مخنيوی کوي . او ورسره داکلسيم دی چې د زامو هډوکي کلکوي . د زامودهډوکو دا کلکوالي د روغو غاښونو ددرلودلو لپاره حتمي دی ځکه دا زامې دي چې غاښونه پکښې خښ دي .بل غړی کوم چې خپلې سمې ودې او دپوره  روغتيا د درلودلو په خاطر کلسيموته اړ دی هغه هډوکي دی .  څرنګه چې دماشوم دودی په حال کښې وي نو د هغوی هډوکي چې په جوړښت کښې يې کلسيم ډيری برخه جوړوي هم وده کوي، نو د ژوندانه پدې برخه کښې د کلسيمو اخيستل بر سيره پر دې چې د روغو غاښونو د شتون لپاره اړين بلل کيږي، د ماشومانو د هډوکو د سمې ودې لپاره هم تر ټولو مهم توکی دی .
نو دا ډيره ضروري خبره ده چې کورنۍ پردې ځان ډاډه کړي چې ماشومان يې په پوره اندازه کلسيم اخلي که نه . ځکه څيړنو دا ښودلې ده چې ان په پرمخ تللو هيوادو کښې هم ډيری ماشومان په پوره اندازه کلسيم نه اخلي او د نيمايي څخه په لوړ شمير نوي ځوانان دبدن د اړتيا سره سم کلسيم نه تر لاسه کوي . چې دا لامل دې چې وروسته بيا د ژوند په وروستيو کښې دوی د هډوکو د ناروغيو او ماتيدوسره ډير مخ کيږي .
کلسيم دبيلابيلو خوړو په جوړښت کښې شته خو شيدی او د هغه څخه لاس ته راتلونکي نور محصولات د کلسيمو ښه زيرمه بلل کيږي نو لدې کبله خپلو ماشومانو ته د شيدو ورکول دود کړی .
د بدن د اړتيا کلسيم  د ماشوم دعمر د لوړيدو سره  ډيريږي هغه داسې چې د يوه کلن څخه تر دريو کلنو ماشومانو د کلسيم اړتيا په روځ کښې تر ۵۰۰ ملي ګرامو او د ځلورکلنو څخه بيا تر اتو کلنو پورې ماشومان په روځ کښې تر ۸۰۰ملي ګرامو او دنهو کلنو څخه بيا تر اته لس کلنو ماشومانو بدن بيا ۱۳۰۰ ملي ګرامو کلسيمو ته په روځ کښې اړتيا لري .
لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل چې شيدې او دهغه څخه نور لاس ته راتلونکې محصولات لکه مستې،پوڅه ايږدګ يا پنير د کلسيمو ښه زيرمه ده چې په هر يوه ګيلاس شيدوکښې ۳۰۰ ملي ګرامه پورې کلسيم موجود وي . سربيره پر شيدواو د هغو پرمحصولاتو داسې نور خواړه هم شته چې په جوړښت کښې يې کلسيم لوړه کچه جوړوي، چې له هغې ډلې څخه کولی شوچې د لويو پاڼو لرونکو شنو سابو، ګلپي،جوار اوسوکړک اوداسې نوروڅخه يادونه وګړو.
دغاښونو توريدل او چنجن کيدل په غاښونو باندې خوړو د هغه پاتې شونو له امله رامنځ ته کيږي کوم چې د خوړوخصوصاُدخوږو خوړو د خوړلو څخه ورسته راپه غاښونو پرسر پاتې کيږي . هغه داسې چې په خوله کښې يو ډول واړه موجودات يانې باکترياوې شته چې د دغو پاتې شونو څخه په استفاده سره د غاښونو پر سريو ډول انزايم پريږدي چې دغاښونودباندني کلک پوښ چې د مينا په نامه سره ياديږي دخرابيدواوله منځه تلولامل ګرځي، چې په پايله کښې د غاښونو دتوريدل رامنځ ته کوي .
نو داښه ده چې ماشومان مو د مسواکو په وهلو او يا دغاښونو په برس کولو باندې دکوچنيوالي څخه روږدي کړی . اګر چې ماشومان مو تر اته  کلنې پوری ددې جوګه ندي تر ځو په یوازې سر خپل غاښونه لکه څرنګه چې ښايي پاک برس کړي، خو بيا هم خپل ماشومان وهڅوی تر څو هڅه وکړي چې خپل غاښونه برس کړي . دبيلګې په ډول تر پنځه کلنې پورې تاسې دې ته اړ ياست تر څو مو د ماشومانو غاښونه په خپله ور برس کړی، خو د پنځه کلنې نه ورسته خپل ماشوم پريږدی تر څو ستاسې لخوا د غاښونو د برس کولو ترسره شوې چاره د هغه لخوا بشپړه شي، هغه په دې مانا چې تاسې يې غاښونه تر هغه ور برس کړی تر څويې په پاکيدوډاډه شي او وروسته برس ماشوم ته ورپريږدی تر څويې نوموړي کرار کرار زده کړي او په پای کښې تر اته کلنې پوري ددې جوګه شي تر څو خپل غاښونه په بشپړه توګه په خپله پاک کړای شي .