کور / تازه خبرونه / يوسف ګيلاني: پوځي عمليات د حل لاره نه وه، خو

يوسف ګيلاني: پوځي عمليات د حل لاره نه وه، خو

 

د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي د طالبانو پر ضد پوځي عمليات د مشکلاتو د حل لاره نه وه، خو حکومت مجبوره سو چي پوځي عمليات يې شروع کړل.

رضا ګيلاني وويل د سوات په عملياتو کي له حکومت سره د ولس ملاتړ وو او پوځ کوښښ کوي چي هلته ژر ترژره عمليات پاى ته ورسوي او د جون تر ٢٥ مي وروسته به د سوات بېځايه سوي خلګ بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

رضا ګيلاني د سوات له بېځايه سويو خلګو څخه مننه وکړه چي پر ځان يې خوارۍ ، تکليفونه، لوږي او ستړياوي تېري کړې او د عملياتو دپاره يې حکومت ته سيمه خوشي کړه.