کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۰
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره د کاندیدانو په روانو انتخاباتي کمپاینونو، په افغانستان کې په روانو امنیتي حالاتو او بیارغونې په روانو چارو تبصرې کړي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

زمونږ همکار حمید مهمند په کابل کې دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې چمتو کړې دې.

ویسا
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د حج او اوقافو د سرپرست وزیر په حواله لیکلي دي، چې هیڅ یو کاندید ته به اجازه ورنکړي، چې جوماتونه د خپل سیاسي کمپاین لپاره وکاروي.
ورځپاڼې په دوام کې د جمهوري ریاست د یو کاندید رمضان بشر دوست دا وینا راخستې، چې هیڅ څوک دا حق نلري، چې جومات له سیاست نه جلا کړي، کاندیدان باید په جومات کې خلکو ته د وینا حق ولري. 
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بالابلوک د پیښې د عاملینو په اړه د امریکا د لوې درستیز په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او هغه يې مایوسوونکې بللې دي.

انیس
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د علماو د شورا له غړو سره د ولسمشر کرزي لیدنې ته په اشارې د هغه په حواله لیکلي دي، چې په ارامه فضا کې د انتخاباتو ترسره کول او په هغو کې د خلکو ګډون خورا مهم دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا لیکلي دي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوې خوندي فضا رامنځ ته کول د هیواد د امنیتي ځواکونو دنده ده.
په ورځپاڼه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ځانګړې مرکې متن هم خبور شوې، چې پکې د داؤد اغلو په حواله ویل شوي، چې هرڅوک، چې په راتلونکو انتخاباتو کې بریالې شو هغه به ددوې لپاره د افغانستان نوې مشر او همکار وي.

ملي ارمان
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د جمهوري ریاست کاندیدانو ته دا سپارښتنه کړې، چې باید د خلکو ترمنځ ژبنیو او قومي مسایلو ته لمن و نه وهي.
ورځپاڼې دا ځلې پخپله سرمقاله کې د افغان ملي اردو او پولیسو وړتیاو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې ددوې روزنې ته سمه پاملرنه نده شوې.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر هم ورکړې دې، چې د پاکستاني طالبانو مشر بیت اله محسود د امریکایانو د جایزې د ترلاسه کولو لپاره د خپلو پلویانو لخوا وژل شوې دې.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي، چې په پیښور کې په لسګونو افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله د پولیسو لخوا نیول شویدي.

هشت صبح
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په جوماتونو کې د کمپاینونو د بندولو لپاره د حج او اوقافو د وزارت په وروستي اعلان انتقاد کړې او لیکلي دي، چې د خداې کور د خلکو کور دې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ولسمشر کرزي د انتخاباتي دفتر دویاند په حواله لیکلي دي، چې د هغو وزارتونو شمیر ، چې محقق ته ورکولې کیږي لا ندې مشخص شوي.
په ورځپاڼه کې د غزني ولایت د امنیتي ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې ددغه ولایت د دریو ولسوالیو لارې لا هم بندې دي.

اصلاح او هیواد
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په هیواد کې د کاندیدانو روانو انتخاباتي کمپاینونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې دا کمپاینونه له کومې ستونزې پرته په ښه توګه پر مخ درومي.
خو اصلاح بیا په هیواد کې د کارګرو ماشومانو حالت څیړلې او لیکلي دي، چې دوې ته ورپیښې ستونزې د اندیښنې وړ دي.

افغانستان ټایمز
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو هڅول اساسي لومړیتوب بللې دې.
ورځپاڼې د خبلې تبصرې په دوام په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په وړاندې یوه اساسي ستونزه امنیت ښودلې، چې د ورځپاڼې په وینا باید جدي پاملرنه ورته وشي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او د هغې مخنیوی يې یو سخت ماموریت بللې دې.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې له افغانستان سره نړیوالې مرستې انځور کړي او پکې دا ښودل شوي، چې دا مرستې بې ځایه لګول کیږي.

اراده
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره په افغانستان کې د امنیتي وضعې په باب د شتو اندیښنو په اړه د امریکايي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د سختو میاشتو په تمه دي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د انتخاباتو په روان بهیر کې د کاندیدانو په اړه شوي اټکلونه هم خپاره کړي او لیکلي دي، چې د کرزي ملاتړ مخ په کمیدو دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیارغونې په روان بهیر کې په ساختماني چارو تبصره کړې او هغه يې بې کیفیته بللې دي.