کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي په کندهار کې د یوه محصل وژل غندلي.

ولسمشر کرزي په کندهار کې د یوه محصل وژل غندلي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ناپېژاندو وسلوالو له خوا د کندهار په پوهنتون کې د یوه محصل وژل په کلکه غندلي، لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې دغه عمل د انساني او اسلامي اصولو پر خلاف بلل شوی، په خبرپاڼه کې دا ډول لیکل شوي چې ولسمشر کرزي د کندهار والي او او امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د دغه محصل قاتلین ونیسي او سزا ورکړي.
دوژل سوي محصل نوم مشتاق او د كابل ولايت اوسيدونكی دی چې دكندهارپوهنتون دطب پوهنځى دڅلورم كال محصل وو.

له وژل سوي محصل سره ملګري بل تن محصل لادركه شوي اودپوهنتون مسولين وايې چې دوى نه پوهيږي چې هغه به هم چابرمته كړى وي اوكه به په پېښه كې دهغه لاس وي .
دكندهارپوهنتون چارواكې پدې اړه له څه ويلو څخه ډډه كوي خوجنايې پوليس بياوايې چې دپېښي په اړه يې پلټنې پيل كړي .

دكندهارپوليس چارواكي وايي چې له پلټنووروسته به معلومه شي چې پېښه جنايي ده كه سياسي بڼه لري .

دكندهارپوهنتو زياترومحصلونو لراوبرته وويل چې نن دورځي پريولس بجې وژل سوي محصل له دوى څخه دمطالعې لپاره اجازه واخيسته اوپرڅه باندي يوه بجه يې جسد ديوه برج پربام وموندل شو.

دالمړى ځل دى چې په كندهارپوهنتون كې دغسي يوه پېښه رامنځ ته كيږي .