کور / شعر / غزل

غزل

 


غزل


پل به يو بل ته پور وركړو مزلونه به رالنډ كړو
مزلونه چې رالنډ كړو منزلونه به رالنډ كړو


پرېږدئ شپه شي چې سپوږمۍ شي او مين غاړه غړۍ شي
مازديګر نه به نن تېر شوو، ماښامونه به رالنډ كړو
 
په رڼو سترګو به شپې ته هم د ورځې شال پر سر كړو
ځئ راځئ همداسې وكړو سحرونه به رالنډ كړو


نن به دواړو ته دروغ وايو چې ثواب مو شي په برخه
دغه دوه مين خپه دي د دوى زړونه به رالنډ كړو


ځئ شېبه شېبه كړو جمع چې وختونه مو ښه ډېر شي
له پرونه به يې پيل كړو ټول كارونه به رالنډ كړو